چهار شنبه ۶/۶/ ۱۴۴۵ هـ.ق مطابق ۲۹/۹/ ۱۴۰۲ هـ ش
د ثبت تثبیت او استقبال کمېټه: (۸۶) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۴۹۰) تنه کیږي، ثبت او راجستر شوي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه: (۲۶) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۵۰) تنه کیږي له سپین بولدک څخه کندهار او کابل ته ولیږدول شول او یادو کورنیو ته (۷۱) زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د مؤقت مېشت کولو کمېټه: (۱۹۱) کورنۍ، د مهاجرینو په مؤقت کمپ کې مېشت شولې.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه: (۸۶) راستنې شوې کورنۍ سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه: (۱۵۵۰) تنه مهاجرینو ته ډوډۍ ورکول شوې، (۳۶۹) تنه تداوي شوي او (۱۲۰) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.