د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د سه شنبې په ورځ (۵ مرغومی ۱۴۰۲) د یاد مرکز د ناستو په تالار کې د لوګر، کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، بدخشان، تخار، جوزجان، کندز، بلخ، نیمروز او فاریاب ولایتونو له فرهنګیانو سره وکتل.
په پیل کې د یادو ولایتونو فرهنګیانو په خپل وار سره خبرې وکړې او په اړوند ولایتونو کې یې د کلتوري او فرهنګي فعالیتونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل. دغه راز هغوی پخپلو ولایتونو کې د فرهنګي ودې او د فرهنګي فعالیتونو د ښه والي په اړه خپل لیدلوري او نظرونه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له رئیس سره شریک کړل.
وروسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، فرهنګیانو ته ښه راغلاست ووایه او له هغوی نه یې مننه وکړه چې له لرې پرتو ولایتونو څخه یې دلته تشریف راوړی دی او د ملي مسایلو تر څنګ یې په هېواد کې د فرهنګي ودې پر څرنګوالي مفصلې خبرې وکړې.
ښاغلي حقاني وویل: چې فرهنګ په افغانستان کې ژورې ریښې لري او دا خاوره د اسلامي تمدن، فلسفې او فقهې ټاټوبی پاتې شوی دی او د اسلامي تمدن او فرهنګ ستر او مشهور شخصیتونه له دې جغرافیې راپورته شوي دي.
ښاغلي حقاني څرګنده کړه چې د یوه هېواد په ټولنیز پایښت او سمون کې فرهنګیان مهم رول لري او دوی د یوې ټولنې د فرهنګي او کلتوري پانګې ساتونکي دي.