د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون ناسته په سپيدار ماڼۍ کې د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ وشوه.
په دې ناسته کې د هېواد او سیمې پر وروستي وضعیت او تحولاتو خبرې وشوې او د اسلامي امارت د کورني سیاست او پالیسو په هکله مفصل بحث وشو.
په یاده ناسته کې د اسلامي امارت د کورني سیاست د مسودې او یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه لازم تصامیم ونیول شول.
د سیاسي کمېسیون په دې ناسته کې دغه راز له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون چارې هم و ارزول شوې او د چارو د د ښه والي لپاره اړوندو مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې هم وشوې.