د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د تجاوز د ۴۴ کلیزې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په پيل کې د اطلاعاتو کلتور وزارت له رهبري پلاوي او د ملي راډيو تلویزیون رئيس او مسوولینو څخه د دغو مراسمو د جوړولو له امله مننه وکړه او وې ویل، د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په ۶ د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو پر افغانستان تجاوز وکړ او افغانستان یې اشغال کړ چې دا ورځ په واقعیت کې د افغانانو د درد او مصیبتونو د پيل ورځ ده. که څه هم دا مصیبتونه تر هغه یو کال وړاندې د کمونستانو له لوري د ۱۳۵۷ کال د غويي له کودتاه سره رامنځته شول. د علماوو عام وژنه، د دیني مدرسو او د پوهنتونونو د استادانو ژوندي خښېدل، د محصلینو، ځوانانو، سپين ږیرو او افغان ولس تکلیفونه، ځورول او ربړول زیات شول.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، دې اشغال تقریبا لس کاله دوام وکړ چې په پایله کې یې یو نیم میلیون شریف افغانان شهیدان شول او میلیونونه ځوانان، سپين ږیري، ماشومان او ښځې معلولې شوې او میلیونونه نور افغانان ګاونډيو، د سیمې او له سیمې وراخوا هیوادونو ته کډوال شول.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کړه، د افغانستان د مسلمان ملت د سرښندنو او مقاومت په پایله کې اشغالګر اړ شول چې په ۱۳۶۸کال کې افغانستان پرېږدي،ولې متاسفانه د هغه وخت د ځينو مسوولینو د خودخواهیو له امله د کمونیستي نظام له سقوط وروسته یو اسلامي نظام چې ټول ورباندې اتفاق وکړي، توافق ته ورسېږي، داخلي جنګونه پيل او داسې اوج ته ورسېدل چې د یو ولایت خلکو بل ولایت، د یو سمت خلکو بل سمت او حتی د یوې ولسوالۍ خلکو بلې ولسوالۍ ته سفر نشو کولی. ګډوډي او بې بندوباري اوج ته ورسېده. د خلکو مال، ابرو، ناموس او حیثیت په امن کې نه وو او په همدې وخت کې مرحوم امیرالمومنین ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله د هیواد له یو ټولي خواخوږو بچیانو سره د دې ګډوډي او بې بندوباري د له منځه وړلو په موخه په کندهار کې پاڅون وکړ او په پایله کې د افغانستان تقریبا ۹۵سلنه خاوره له هغو ستونزو پاکه شوه.په هیواد کې اسلامي نظام حاکم شو. حدود او قصاص تطبیقېدل. د خلکو ابرو او حیثیت خوندي وو او ټولو په ارامي ژوند کاوه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، متاسفانه یو ځل بیا د غرب بلاک د ځینو پلمو له مخې د افغانستان خاوره اشغال کړه. یو ځل بیا د افغانانو درد او تکلیف زیات شو او د هیواد زیات شمېر متدین او خواخوږي ځوانان له هر ډول محاکمې پرته د ګوانتنامو، بګرام او پلچرخي زندانونو کې بندیان شول او د هغوی لپاره هیڅ ډول اسلامي او انساني حقونه نه مراعتېدل. سلګونه زره هیوادوال شهیدان شول، د خلکو د مقدساتو سپکاوی وشو. د ودونو مراسم، مدرسې او ښوونځي بمبار شول. د هیواد کرنه ویجاړه شوه، زېربناوې له منځه ولاړې او نشه یي توکي تر دې اندازې ترویج شول. چې افغانستان د نشه یي توکو د تولیدوتکو او استعمالوتکو هیوادونو په سر کې قرار وموند او تقریبا پنځه میلیونه افغانان معتاد شول چې له هغې جملې یو میلیون ښځې او ماشوملن تشکیلوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، د هیواد د رښتینو زامنو او مجاهدینو د بېدرېغه سرښندنو په پایله کې اشغالګر مجبور شول چې افغانستان پرېږدي. او د اسلامي امارت له واکمني سره په هیواد کې سراسري امتیت تامین شو. د امیرالمومنین شیخ القران والحدیث مولوي هبت الله اخندزاده حفظه الله له لوري د عمومي عفوې له امله د غچ اخیستنو مخنیوی وشو، اداري فساد له منځه ولاړ، د نشه یي توکو کښت، سوداګري او قاچاق ممنوع شو. ټول هغه لګښتونه او تنخواوې چې پخوا اویا سلنه د بهرنیو هیوادونو له لوري تمویلېدې، اوس له داخلي بودجې تمویلېږي. د ادارو غیر ضروري تشکیلات حذف او د لوړپوړو مقاماتو تنخواوې راکمې شوې او د افغانستان په ټولو سیمو کې لویې او وړې پراختیایي پروژې په شفاف او متوازن ډول د تطبیق په حال کې دي او د هیواد هره ولسوالۍ کې حداقل یو چک ډېم جوړېږي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي له پراختیایي بودجې څخه په هره ولسوالۍ کې د ولسوالۍ، امنیه قومنداني او محبسونو ودانیو او نورو ضروري ځایونو د جوړولو لپاره د پنځه میلیونه افغانیو تخصیص کولو ته په اشارې وویل، لویې پروژې لکه سالنګ، قوش تیپه، کابل -کندهار لویه لار، کندهار-هرات، هرات-غور او هرات-بادغیس-فاریاب د تطبیق په حال کې دي او ټول عواید د هیواد په ابادۍ او پرمختګ لګول کېږي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، متاسفانه تراوسه پورې اته سوه زره افغان کډوال د ټولو منل شویو بین المللي نورمونو او ګاونډیتوب د حقونو برخلاف اجباري د ګاونډیو هیوادونو له لوري رااېستل شوي، اما د اسلامي امارت رهبري. د راستنېدوتکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په جوړولو سره دا معضله ښه مدیریت کړه او د هغو ټول خدماتي لګښتونه له حکومتي بودجې تمویلېږي. په موقتو کمپونو کې د کډوالو لپاره د استوګنې ځای، خواړه او روغتیایي خدمات برابر شوي او د هغوی د ثبت او لېږد لپاره جلا کمېټې ګومارل شوېدي او مالي کمېټه هرې راستنې شوې کورنۍ سره لس زره افغانۍ نغده مرسته کوي. د یادونې وړ ده چې. ځینې بین المللي موسسې هم په دې برخه کې همکاري کوي او. مننه یې کوو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت د متقابل درناوي او تعامل په اساس له ټولو ګاونډيو، د سیمې او له سیمې ور اخوا هیوادونو سره د نېکو او ښو اړیکو غوښتوتکی دی او له هغوی غواړي چې په افغانستان کې په بېلابېلو لکه د کانونو رااېستلو، انرژي، روغتیا او نورو برخو کې پانګونه وکړي او همدارنګه یې له ټولو بهرمېشتو افغانانو څخه وغوښتل چې هیواد ته راستانه شي او د هیواد په ابادي او پرمختګ کې ونډه واخلي.