د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بلخ ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او متنفذینو سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې محترم علم خان ازادي د قومي مشرانو او محترم حاجي محمد سرور د بلخ ولایت د متنفذینو په استازولۍ په یاد ولایت کې د بېلابېلاو په ځانګړي ډول د اجتماعي او اقتصادي وضعیت او د امنیت د تامین په اړه خبرې وکړې او د اسلامي امارت فعالیتونه او کړنې یې وستایلې.
محترم علم خان ازادي وویل، په بلخ ولایت کې هیڅ راز امنیتي ستونزه نشته او د خلکو مال او ناموس خوندي او په خپله ولسونه په بشپړ امنیت کې ژوند کوي او له څه باندې څلوېښت کلونو راوروسته د افغانستان اسلامي امارت د حاکمیت په دوره کې موږ د افغانستان ولسونه خپلواکي او استقلال لرو.
دوی دغه راز د خپلو خبرو په پای کې د هیواد په ځانګړي ډول د بلخ ولایت بې وزله خلکو ته د کارموندنې په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د لازیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د افغانستان اسلامي امارت د حکومت په توګه خپل مسؤلیت ګڼي چې د هیواد په کچه امنیت تامین او د خلکو له مال، ناموس او د دوی د شرعي او اساسي حقونو ساتنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د خپل توان په حدودو کې د هیواد کړېدلي ولسونو ته د کار موندنې او دوی ته د لازمو اسانتیاؤ ایجاد ته متعهد دی او په دې برخه کې به خپلې هیڅ راز هڅې درېغ نکړي، ځکه افغانستان زموږ د ټولو افغانانو ګډ کور دی او موږ ټول دا اسلامي او وطني مسؤلیت لرو ترڅو په ګډه خپل هیواد اباد کړو.