د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل.
په پیل کې راغلو ملي سوداګرو د اسلامي امارت د حاکمیت او هیواد کې د سرتاسري امنیت پر ټینګښت خوښي څرګنده کړه وې ویل، په هیواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره بېلابېلې له هغې ډلې د سوداګرۍ او پانګونې برخې پام وړ لاسته راوړنې لري چې دا د افغانستان د ملت لپاره ستر نعمت دی.
دوی زیاته کړه، په هیواد کې پولي ثبات، د بانکدارۍ سیستم او همداراز له خصوصي سکتور څخه د اسلامي امارت هر اړخیز ملاتړ د کورنیو او بهرنیو پانګوالو او سوداګرو لپاره نوې هیلې پیدا کړي دي.
دوی په بېلابېلو له هغې ډلې د سړک جوړولو، ساختماني او نورو برخو کې د خصوصي سکتور پیاوړتیا ته په اشارې د اسلامي امارت له رهبري وغوښتل چې د خصوصي سوداګریزو شرکتونو بانکي تأمیناتو او تضمینونو او دغه راز په بېلابېلو برخو کې د خصوصي سکتور ظرفیتونو ته پاملرنه وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یاده کتنه خوښي څرګنده کړه وې ویل، سوداګر او پانګوال په واقعیت کې د هیواد پانګه ده او د افغانستان اسلامي امارت له دې پانګې څخه د ملاتړ په برخه کې خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، موږ د هیواد ابادۍ او پرمختګ ته مصصم یوو او پدې برخه کې له حکومت سره د خصوصي سکتور همکاري ضروري او حیاتي ده.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت تل سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاؤ د ایجاد په موخه د بانکي راکړې ورکړې عادي کولو او د هیواد په بېلابېلو برخو کې د انکشافي پروژو د بشپړلو هڅې کوي.