د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد ښار کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر محترم حاجي فضل محمد صابر سره، پخپل کاري دفتر کې وکتل.
د دې کتنې په پیل کې محترم حاجي فضل محمد صابر په عشق اباد ښار کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د کړنو او فعالیتونو راپور د ریاست الوزاء اداري معاونیت مقام ته وړاندې کړ.
نوموړي وویل، په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت مسؤلین د دواړو دوستو او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د رابطو د لازیاتې پیاوړتیا، د سوداګرۍ پراختیا او سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.
دغه راز په عشق اباد ښار کې د افغانستان سفیر زیاته کړه، د افغانستان د سفارت مسؤلین په ترکمنستان هیواد کې د افغان مهاجرو د ستونزو د حل په خاطر له وقفې پرته هلې ځلې کوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې د خوښۍ څرګندولو پر مهال په ترکمنستان هیواد کې د افغانستان د سفیر فعالیتونه او کړنې وستایلې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، افغانستان او ترکمنستان ګډ تاریخي، دیني او فرهنګي روابط لري چې د دغو روابطو د لازیاتې پیاوړتیا لپاره په یاد هیواد کې د افغانستان د سفارت مسؤلین مکلف دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د متقابل درناوي د اصولو پر بنسټ د نېکو او حسنه روابطو غوښتونکی دی.