د ملي دفاع وزارت سرپرست او د امنیتي او تصفیوي چارو کمېسیون رئیس، محترم مولوي محمد یعقوب مجاهد، د یکشنې په ورځ (۱۰ مرغومی ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یاد کمېسیون د خبري کنفرانس پر مهال د امنیتي وضعیت او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي مجاهد وویل: په دوحه کې د اشغال د خاتمې تړون کې شوي تعهد ته ژمن یو، هیچاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د نورو پرخلاف وکاروي، دغه راز د هیچا په خلاف د تعدا اراده نلرو او نه د چا تعدا منو.
محترم مجاهد څرګنده کړه، چې د شریرو او فتنه ګرو کړیو فعالیتونه ۹۰ سلنه کم شوي، د داعش پروژه په افغانستان کې ریښه نلري، جوړونکي او تمویلونکي یې نور باید دا حقیقت درک کړي. دغه راز هغه زیاته کړه، یو شمېر مغرضې داخلي او خارجي کړئ هڅه کوي، چې د کاذبو اطلاعاتو په خپرولو سره د سیمې او نړۍ هېوادونو ته له افغانستان څخه اندېښنې راپورته کړي. نوموړي د سیمې او نړۍ له هېوادونو څخه وغوښتل چې په داسې کاذبو راپورونو باور ونکړي.
د محترم مولوي محمد یعقوب مجاهد، د معلوماتو له مخې، تر فتحې وروسته په مساجدو، خانقاوو، دیني علماوو او ولسي اجتماعاتو تر سره شويو بریدونو کې له بهرنیو اتباعو په ځانګړي ډول تاجکستاني او پاکستاني وګړو څخه کار اخیستل شوي، چې د یادو هېوادونو ګڼ شمېر وګړي له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي او یو شمېر نور یې نیول شوي دي. ښاغلي مجاهد له هغو هېوادونو نه چې شریر عناصر یې له خاورې څخه افغانستان ته داخلېږي وغوښتل څو خپل سرحدونه کنټرول کړي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست وویل: چې شر او فساد په افغانستان کې د پښو اېښودو ځای نلري او یوازې په مجازي نړۍ کې فعالیت کوي. ښاغلي مجاهد له هغوی څخه غوښتنه وکړه، څو د عمومي عفوې له ستر فرصت څخه استفاده وکړي او پرېنږدي چې نور هېوادونه یې د نیابتي او اجیرو جنګیالو په توګه وکاروي.
دغه راز محترم مجاهد زیاته کړه، چې د امنیتي ځواکونو د جدي مبارزې پایله کې د اختطافچیانو، وسله والو او غیر وسله والو غلو ټولې شبکې ماتې شوي، سلګونه اختطافچیان او غله وژل شوي او نیول شوي او څه باندې ۲۰۰ افغانان یې له منګولو ژغورل شوي دي.
همدارنګه د ملي دفاع وزارت سرپرست، د وسلو قاچاق مخنیوي په اړه وویل، چې د وسلو د قاچاق مخه په کلکه نیول شوې او وسلې په بشپړ ډول خوندي دي، هغه په دې اړه د ځینو جهتونو لخوا ځینو ډلو ته د وسلو د لاس ته ورتلو ادعاوې له حقیقته لرې او بې اساسه وبللې.
ښاغلي مجاهد، د نشه یي توکو مخنیوي په اړه، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان په اړه وویل، یاد فرمان د امنیتي ځواکونو لخوا په ښه ډول تطبیق شوی، چې په ترڅ کې یې د مخدره موادو د پروسس ۸۳۴ کارخونې، د الکولي مشروباتو د تولید ۵۷ کارخونې او د نشه یې تابلیټونو د تولید ۲۲ کارخونې له منځه وړل شوي او ۸۲۸۲ مظنونین نیول شوي دي. دغه راز ۱۳۹۰۳ هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې او ۹۵۲۰۵ معتادین د درملنې مرکزونو کې تداوي شوي دي.