بسم الله الرحمن الرحیم
د مطبوعاتي کنفرانس وینا
الحمدُ للهِ الذي جَعَلَ الجِهادَ سَبِيلاً لِدَحْرِ الطّغَاةِ والبُغَاةِ والخَوارجِ المَارِقِين, وجَعَلَ الاِعْدَادَ والرِّبَاطَ طَرِيْقًا لِّلْعِزَّةِ وَالْغَلَبَةِ وَالتَّمْكِيْن, وَالصَّلاةُ والسَّلاَمُ عَلَى المُبَلِّغِ الْأمِيْن, وَعَلَى آلِه وَأَصْحَابِهِ رِجَالِ الْعِلْمِ وَالتَّدْبِيْرِ والتَّوَكُّلِ وَالْيَقِيْن, وَعَلَى مَنْ حَذَا حَذْوَهُمْ وَسَلَكَ سَبِيْلَهُمْ إِلَى يَوْمِ الدِّيْن وبعد!
وعن أنس رضي الله عنه قال: كانَ رَسولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ أَحْسَنَ النَّاسِ، وأَجْوَدَ النَّاسِ، وأَشْجَعَ النَّاسِ، قالَ: وقدْ فَزِعَ أَهْلُ المَدِينَةِ لَيْلَةً سَمِعُوا صَوْتًا، قالَ: فَتَلَقَّاهُمُ النبيُّ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ علَى فَرَسٍ لأبِي طَلْحَةَ عُرْيٍ، وهو مُتَقَلِّدٌ سَيْفَهُ، فَقالَ: لَمْ تُرَاعُوا، لَمْ تُرَاعُوا. رواه البخاري
ألحمدلله ثم الحمدلله، ډېر د خوښۍ ځای دی چې هیواد مو خپلواک او له سرتاسري امنیت څخه برخمن دی. د اشغال او فساد ټولې ناخوالې او د واک جزیرې له منځه تللي. د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري عمومي عفوې د اخوت کمسارې فضا رامنځته کړې. د ملي اقتصاد د ودې او ځورېدلي ولس د ښېرازۍ لپاره د ډاډمن امنیت له برکته سترې اقتصادي ملي پروژې پیل سوي او تر کار لاندې دي. قانونیت حاکم دی، شرعي عدالت تطبیق سوی او ټول د عدالت پر وړاندې یو برابر دي. د هیواد ټول وګړي له خپلو حقوقو څخه برخمن دي. د جرایمو مخه نیول سوې. امنیتي او دفاعي ځواکونه مو اسلامي او ملي لوړه روحیه لري. سره له دې چې یاد حقایق د لمر په څېر روښانه دي او له هیچا څخه پټ نه دي خو د لا زیات اطمینان په خاطر غواړم د ملي امنیت د ساتنې په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاست او د افغانستان د رښتيني امنیتي وضعیت په اړه په دې حساسه زماني مقطع کې لنډ معلومات وړاندې کړم:
په دوحه کې د اشغال د خاتمې په تړون کې چې کوم تعهد د افغانستان د اسلامي امارت له لوري د نورو په خلاف د افغانستان د خاورې د نه استعمال په اړه ترسره سوی. موږ په خپل تعهد ولاړ یو. کله به هم چاته اجازه ورنکړو چې افغانستان د نورو په خلاف وکاروي او نه به چاته اجازه ورکړو چې د افغانانو له مجبوریتونو استفاده وکړي او افغان ځوانان د نورو په خلاف وکاروي په دې اړه ټول لازم وقايوي تدابير نيول سوي، موږ د هیچا په خلاف د تعدا اراده نلرو او نه د چا تعدا منو.
دلته غواړم یو څه ته اشاره وکړم او هغه دا چې په سیمه کې له افغانستان څخه د تشویشونو د ایجاد لپاره د ځینو مغرضو داخلي او خارجي کړیو له لوري هڅې روانې دي. دا مغرضې کړۍ کاذب اطلاعات تولیدوي او مختلفو لورو ته یې د مختلفو چینلونو له لارې رسوي. غواړي د سیمې او نړۍ هیوادونو ته له افغانستان څخه تشویشونه ایجاد کړي. د کاذبو اطلاعاتو تولید اوس ددې مغرضو کړیو یو کاروبار او تجارت ګرځېدلی. غواړي له دې لارې سیاسي او مادي امتیازات او خپل شوم اهداف لاسته راوړي. دا مغرضې کړۍ د کاذبو اطلاعاتو په تولید کې ډیر مهارت لري او په تیرو شلو کلونو کې یې په دې برخه کې زیاته تجربه ترلاسه کړې. موږ د کاذبو اطلاعاتو د تولید دا کړۍ ډیرې ښې پېژنو؛ متأسفانه ملګري ملتونه او په خاصه توګه امنيت شورا د دې کاذبو اطلاعاتو ښکار سوې نو د سیمې او نړۍ هیوادونه باید د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه په داسې کاذبو راپورونو باندې باور ونکړي. زموږ د تفاهم لارې د هر چا پر مخ خلاصې دي، کولای سي د هر ډول تشویش په اړه ځانونه مطمئن کړي.
لله الحمد، در افغانستان امنیت سرتاسری تأمین است. واقعات حلقات شریر و فتنه گران در این ۱۲ماه، در مقایسه با ۱۲ ماه گذشته ( ۹۰ ) فیصد کاهش یافته است. فتنه ګران شریر که قبل از فتح و در وقت اشغال و فساد توسط مجاهدین، در اطراف و اکناف بعضی از ولایت ها سرکوب شده و شکست خوردند، در شهرها جابجا شدند و شبکه ها و مراکز خویش را به شهرها انتقال دادند که در اینجا همچون مهمانان در جاهای مشخص حکومتی نگهداری می شدند.
بعد از ختم و پایان اشغال و فساد تقریباً همه سرکوب شده اند. شبکه های عملیاتی شان از بین رفته، رهبران و طراحان حمله های خونین و مسؤلین شبکه های تخریبی آنان یا کشته شده و یا بازداشت شده اند.
په افغانستان کې د داعشیانو د وجود او فعالیتونو په اړه چې کومې له مبالغې ډکې ارزیابۍ، احصائیې او ارقام ورکول کېږي، دا ټول د هغو کاذبو اطلاعاتو په اساس دي چې ما مخکې اشاره ورته وکړه. اصلاً دا پروژه په افغانستان کې هیڅ رېښه او نتیجه نه لري. ددې پروژې جوړونکي او تمویلوونکي نور باید دا حقیقت درک کړي.
واک ته د اسلامي امارت له رسيدو وروسته چې په افغانستان کې کوم بریدونه په مساجدو، خانقاوو، دیني علماء کرامو او د ولسي وګړو په اجتماعاتو ترسره سوي، په هغو ټولو کې له بهرنیو اتباعو په ځانګړې توګه د تاجکستان هيواد له اتباعو څخه کار اخیستل سوی. لسګونه تاجکستاني اتباع زموږ د امنيتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې وژل سوي او لسګونه نور یې ژوندي نیول سوي. همدغه راز په دوهمه درجه کې د زیاتو بریدونو په تنظیم کې پاکستاني اتباع ښکېل وو. له شلو زیات پاکستاني وګړي زموږ د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل سوي او لسګونه نور یې ژوندي نیول سوي دي.
موږ له هغو هیوادونو څخه چې بهرني شرير عناصر د دوی له لارې افغانستان ته را داخلېږي، په کلکه غواړو چې خپل زمیني او هوایي سرحدات په جدي توګه کنټرول کړي او پرېنږدي چې افغانستان ته د دوی له لارې شرير عناصر را داخل سي.
د شر او فساد په اړه باید دومره ووایم چې د هغوی حضور یوازې په مجازي نړۍ کې دی او په افغانستان کې هیڅ د پښې اېښودلو ځای نه لري ، دوی نشي کولای چې افغانان بيا تير باسي، دوی بايد د عمومي عفوې له ستر فرصت څخه استفاده وکړي او پرينږدي چې نور هيوادونه يې د نيابتي او اجيرو جنګياليو په توګه وکاروي.
په پورتنیو لاسته راوړنو سربېره د اسلامي امارت امنیتي ارګانونه په نورو برخو کې هم زیاتې لاسته راوړنې لري چې غواړم په اړه یې معلومات ورکړم.
- د اختطافچیانو یا سړي تښتوونکو هغه ټولې شبکې ماتې سوې چې د اشغال او فساد په دوره کې رامنځته سوې وې او زورواکانو د ملي سوداګرو او شتمنو افغانانو د لوټلو لپاره کارولې. واک ته د اسلامي امارت له رسيدو وروسته د هغې جدي مبارزې په پایله کې چې د اختطافګرو پر ضد ترسره سوې، سلګونه اختطافګر نیول سوي او وژل سوي دي او د دوی له ناولو منګولو له (۲۰۰) څخه زیات افغانان ژغورل سوي دي. یوازې په تیرو دوولسو میاشتو کې سلګونه اختطافګر نیول سوي او تر (۲۵) تنو پورې د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې وژل سوي دي او د دوی له منګولو څخه تر (۵۰) پورې هېوادوال را آزاد سوي دي. اوس موږ په افغانستان کې د اختطاف کومې د پام وړ قضیې نه لرو او د اختطاف د جرم کچه تقريباً صفر ته را ښکته سوې. ملي سوداګر او شتمن افغانان چې د اختطافګرو مهم اهداف وو، باید ډاډه واوسي.
- برعلاوه اختطافګران، باندهای اجرتی و دزدان مسلح که در دوران اشغال و فساد به میان آمده بودند و از سوی زورمندان حکومتی بر ضد حریفان شان استفاده می شدند از بین رفتند. در ۱۲ ماه صدها تن از دزدان مسلح و غیر مسلح بازداشت و یکتعداد آنان در نتیجه عملیات نیروهای امنیتی کشته شده اند. در مقایسه با ۱۲ ماه گذشته گراف سرقتهای مسلحانه و غیر مسلحانه به گونه چشمگیری کاهش یافته است.
- د افغانستان په داخل او له افغانستان بهر د وسلو د قاچاق د مخنيوي په برخه کې اسلامي امارت ډیر کار کړی. په تیرو دوو کلونو کې ګڼ شمېر قاچاقبران نیول سوي او په زيات شمېر وسله له نامسئولو کسانو څخه راټوله سوې ده. ددې ترڅنګ د وسلو د ګرځولو لپاره ځانګړي طرزالعملونه جوړ سوي، هیڅ څوک نشي کولای چې په غير قانوني توګه وسله وګرځوي. په افغانستان کې د تيرې ادارې څخه د پاتې وسلو، مهماتو او پوځي وسایلو په اړه غواړم ووایم چې هغه ټول خوندي دي، په مسئولو لاسونو کې دي او د خوندیتوب لپاره یې زیات اقدامات ترسره سوي او په خپلو ارګانونو کې ثبت سوي دي او تر څنګ یې یو مستقل کمیسیون ایجاد سوی، چې په عمومي توګه دغه ټول وسایل له ځان سره ثبت او خونديتوب يې تضمينوي. دا کمیسیون ټوله هغه وسله، مهمات، د شپې دوربینونه او نور وسایل هم له ځان سره ثبتوي؛ کوم چې له فتحې مخکې د اسلامي امارت مجاهدینو له ځان سره درلودل. ځینې جهتونه چې ځینو ډلو ته د وسلو د لاسته ورتلو ادعاوې کوي، دا ادعاوې یې بالکل له حقیقته لېرې او محض پروپاګند دي. په تیرو څلور نیمو لسیزو کې په سيمه کې د وسلو د قاچاق او سوداګرۍ ستر کاروبار روان وو، اوس هم په ځینو ګاونډیو هیوادنو کې ددې وسلو د تولید، قاچاق او پلور ستر مرکزونه وجود لري. همدغه راز د قیمتي ډبرو، تاریخي آثارو، چهارتراشو او خارجي اسعارو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې په تیرو دوولسو میاشتو کې امنیتي ځواکونه زیاتې لاسته راوړنې لري او د قاچاق مخه یې په ۱۰۰ کې ۹۹ فیصده نیولې ده.
- د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان چې د مخدره موادو د کښت او قاچاق د ممنوعیت په اړه صادر سوی و، د امنیتي ځواکونو له لوري په ښه توګه تطبیق سوی. د مخدره موادو د کښت او قاچاق مخنیوی سوی. (۸۲۸۲) مظنونین، د مخدره موادو له پدیدې سره د تړاو په تور نیول سوي، د مخدره موادو د پروسس (۸۳۴) کارخانې او (۴۴۷۲) ټنه نشه یي توکي، د الکولي مشروباتو د تولید (۵۷) کارخانې، د نشه یي ټابلیټونو د تولید (۲۲) کارخانې او (۹۵۱۸۱۶) نشه یي ټابلیټونه د امنیتي ځواکونو له لوري له منځه وړل سوي دي. او همدارنګه (۱۳۹۰۴) هکتاره ځمکه چې کوکنار پرې کرل سوي وو، له کوکنارو څخه پاکه سوې او کوکنار له منځه وړل سوي. ددې ترڅنګ له لارو او کوڅو څخه د مخدره موادو (۹۵۲۰۵) معتادین را ټول سوي او معالجه یې سرته رسېدلې او په راتلونکې کې په پلان کې لرو چې د کوکنارو د قاچاق او کښت مخه په بشپړه توګه ونیسو. متأسفانه، د نړۍ هیوادونه او سازمانونه چې د کوکنارو د کښت او قاچاق د مخنیوي لپاره پریمانه بودیجه په لاس کې لري، له افغانانو سره یې تر اوسه د بدیل معیشت په برخه کې هیڅ ډول د پام وړ مرسته نه ده کړې او په دې برخو کې له دوه ګوني چلند څخه کار اخلي.
- افغانستان د ۲۰ ولایتونو او ۹۰ ولسوالیو له لارې له (۶) هیوادونو سره هم سرحد او له ډیورنډ فرضي کرښې سره سرېښ دی. په (۳۷) کمپونو کې شاوخوا (۶۳) کنډکونه، (۱۰۸) بیزونه او (۶۰۰) پوستې له ټولو امکاناتو، وسایلو او تجهیزاتو سره د امنیتي ننګونو پر وړاندې د مبارزې لپاره په مناسبو او مورد نظر سیمو کې جوړې او فعالې سوې دي او ددې اقداماتو په برکت زموږ رسمي او غیررسمي پولې تر ډیره بریده خوندي سوې دي.
- نیروهای امنیتی و دفاعی امارت اسلامی افغانستان، به فرمان عفو عمومی توسط عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی کاملاً متعهد هستند. در ۱۲ ماه ما هیچ واقعهی تخلف از عفو عمومی نداریم؛ الته بعضی از حلقات مغرض که در این مورد تبلیغات می نمایند دور از حقیقت می باشد. این پروپاگند فقط بخاطر ایجاد بی اعتمای و تهدید امنیت روانی جامعه ما می باشد. این موارد که توسط ارگان های امنیتی تعقیب شده است نتیجه دشمنی های شخصی و قومی بوده است و پرونده های قضایای مذکور زیر کار است.
- الحمدلله، در نتیجه سعی و زحمات شبانه روزی نیروهای امنیتی و دفاعی امارت اسلامی، تماماً حقوق شهروندان که شریعت اسلامی برای آن ها داده است محفوظ و امنیت شان تأمین شده است. در رابطه به محرومیت اقلیت ها تبلیغات صورت می گیرد که حقیقت ندارد. بعضی از حلقات مفسد و خاین که خود در این گونه تجاوز و تعدا سابقه دارند فقط برای بدست آوردن اهداف شوم شان به اشاره دیگران این گونه تبلیغات را بر ضد امارت اسلامی به راه می اندازند.
- د امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د پولیسو مسلکیتوب ته زیات پام سوی. د نظامي امنیتي مسلکي زده کړو ټول مراکز فعال دي. په نصاب کې د عصر د مقتضی مطابق تعدیلات راوستل سوي. تر ډیره حده اوس د امنیتي ځواکونو چلند مسلکي سوی. په دې برخه کې غواړم یو تشویش ته چې کله یې ځینې مغرض نړیوال سازمانونه په ځینو نړیوالو غونډو کې ایجادوي، وضاحت ورکړم، هغه دا چې زموږ د امنیتي ځواکونو ټول هغه اقدامات چې د جرایمو د مخنیوي په اړه یې پورته کوي، د اسلامي شریعت په اساس د جوړو شوو قوانینو، فرمانونو او حکمونو له مخې ترسره کېږي. موږ هیڅ ډول غیرقانوني ګرفتاري نه لرو او نه غیر قانوني زندانونه شتون لري. د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړي فرمان له مخې د مظنونینو تعذیب او شکنجه او په توقیف کې یې د محکمې له حکم څخه پرته له خپلې ټاکلې مودې څخه زیات ساتل، په مطلق ډول بند دي. بندیانو ته د تحقیقاتو په دوران کې هیڅ ډول جسمي او روحي تعذیب نه ورکول کېږي. هر چا چې د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له فرمان څخه تخلف کړی، هغه فوراً نیول سوي او مجازات سوي. په دې اړه په تیرو دوولسو میاشتو کې لسګونه متخلفین نیول سوي او مجازات سوي. د یادونې وړ ده چې له فرامینو، حکمونو او قوانینو څخه د سرغړونې د مواردو د څېړنې او سرغړوونکو ته د مجازات لپاره ځانګړي نظامي محاکم او د تعقيب او نظارت لپاره يې ځانګړې اداره رامنځته سوي او په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې ځانګړي تشکیلات هم ددې لپاره وجود لري. د دوی دروازې د هر چا پر مخ خلاصې دي. له هر چا سره چې زیاتی کېږي، په ډیره آسانۍ کولای شي د یادو تشکیلاتو له لارې د خپل حق غوښتنه وکړي.
- په تیرو دوولسو میاشتو کې د طبیعي پیښو پر مهال امنیتي او دفاعي ځواکونه په سرعت سره د پیښو ځای ته رسېدلي او له خپلو زمیني او هوایي امکاناتو یې کار اخیستی او په اغیزمنه توګه یې د ژغورنې عملیات یې ترسره کړي؛ تر څنګ یې له متضرره هیوادوالو سره له خپلو معاشاتو نغدي مالي مرستې هم سرته رسولې دي. بیلګه یې په هرات کې د زلزله ځپلو د ژغورنې عملیات او له دوی سره لسګونه میلیونه مالي نغدي مرستې دي. همدغه راز امنیتي او دفاعي ځواکونو هیواد ته په اجباري ډول د راستنېدونکو افغان مهاجرینو د انتقال او ځای پر ځای کولو په برخه کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو د عالي کمیسیون په چوکاټ کې زیاته مرسته کړې او له خپلو ټولو امکاناتو څخه یې کار اخیستی او د دوی د امنیت لپاره یې د فوق العاده امنیتي اجراآتو پلانونه جوړ او عملي کړي دي.
- برای اخراج افراد مفسد از صف امارت اسلامی در دوازده ماه گذشته بسیار کار صورت گرفته است. افرادی که با مهارت های خاص در صف امارت اسلامی جابه جا شده بودند و سبب ایجاد بی اعتمادی میان دولت و رعیت می شدند اخراج شده و بالای کسانی که هنوز باقی مانده اند کار جریان دارد. امارت اسلامی متعهد است که در صف خود کسانی را اجازه نمی دهد که سبب آزار و اذیت مردم و رعیت می شوند.
د سرتاسري امنیت ټینګښت او د امنیتي ځواکونو پورتنۍ لاسته راوړنې د اسلامي شریعت د بشپړ تطبیق او حکم (بما أنزل الله) برکت دی.په تیرو ۱۲ میاشتو کې د اسلامي امارت د شرعي محاکمو له لوري په ټولیز ډول له ۴۶ زره څخه زیاتې جزائي دوسیې حل او فصل شوې دي، له دې جملې څخه (۳۰۳۴۷) قضیې جنائي ملکي، (۱۲۱۸۹) قضیې د عامه امنیت او اداري فساد او (۴۲۶۱) قضیې د نظامي مسنوبینو اړوند دي او په دې ټولو قضیو کې د اسلامي شریعت په اساس حکمونه صادر او فیصلې ترسره شوې دي او زرګونه مجرمين مجازات شوي دي.
د افغانستان مسلمان ملت او د اسلامي امارت ټول مجاهدین باید مطمئن واوسېږي، موږ به کله هم د اسلامي شریعت په تطبیق کې نه غفلت وکړو او نه به په (بغیرماأنزل الله) حکم وکړو. زموږ په داخلي او خارجي سیاست کې دوستي او دښمني د اسلامي شریعت د لارښوونو له مخې ده.
موږ د امنیت د ټینګښت په برخه کې د خپل مجاهد ولس له همکارۍ څخه مننه کوو او ستایو یې او ترې غواړو چې د ناوړه امنیتي پیښو د مخنیوي په موخه له خپلو امنیتي ځواکونو سره لا ډیره مرسته وکړي او خپل شرعي او ملي مسئولیت ادا کړي.
نیروهای امنیتی، در تمامی نقاط کشور به دشمن فرصت هیچگونه تحرک را نمی دهند. نظر به آيات صریح قرآن، احادیث مبارکه، فیصله و فتوای هزاران تن از علماء کرام، هرگونه حرکت نظامی بر علیه نظام اسلامی بغاوت شمرده می شود و هر آن کسی که بر علیه نظام اسلامی بغاوت کند، مجاهدین ما متعهد هستند که آنها را از بین خواهند برد.
د افغانستان د اسلامي امارت امنیتي کمیسیون له خپلو ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه کوي چې د اسلامي شرعي نظام د راوستلو، ساتلو او ګرانو هیوادوالو ته د ډاډمن امنیت د تأمین په برخه کې يې له هیڅ ډول ستړیا او سرښندنې څخه دریغ نه دی کړی. تاسې زموږ اتلان یاست! تاسې ټول اسلامي امت او مجاهد ولس ته ویاړ ور په برخه کړ! موږ پر تاسې ویاړو. الله دې تل تاسې ژوندي او سرلوړي لري.
په پای کې غواړم د اسلامي امت د ستر مشترک غم او درد په اړه د افغانستان د اسلامي امارت او د افغانستان د مجاهد ولس په استازولۍ خپله ژوره خواخوږي او خپل د زړه درد وړاندې کړم. په غزه کې چې د غاصبو اسرائیلو له لوري کوم ظلم، وحشت او قتل عام روان دی، دا د نړۍ په تاریخ کې کمساری دی. موږ دا ظلم او وحشت په تر ټولو کلکو ټکو غندو، په ټولو اسلامي هیوادونو او مسلمانانو ږغ کوو چې ددې ظلم او وحشت پر وړاندې په قوت خپل ږغ پورته کړي. د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین قضیه د ټول اسلامي امت قضیه ګڼي. د فلسطینیانو د آزادۍ د برحقې داعیې ملاتړ کوي او په اوسني ستر غم او درد کې د غزې له مسلمانانو سره خپل ځان شریک ګڼي. د غاصبو اسرائیلو هغو ملاتړو ته چې د بشر د حقوقو تش په نامه شعارونه يې ورکول په ډاګه کوي چې ستاسو اوسنی سياست د غزې د مسلمانانو په حق کې له دوه مخيتوب او ظلم څخه ډک دی، تاسو بايد له دې ناوړه سیاستونو څخه لاس واخلئ او له بشریت سره دا کلکه دښمني پرېږدئ.
پای