د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د هیواد له یو شمېر ملي تاجرانوسره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی یادو تاجرانو په هیواد کې د اقتصادي او سوداګریز وضعیت او کسب او کار په اړه وویل، په تېرو کلونو کې تاجران او پانګوال د سر او مال له امنیت څخه برخمن نه وو او دې کار د دوی په سوداګرۍ او کسب او کار باندې منفي اغېز کړی و، اما د اسلامي امارت له واکمنۍ سره په هیواد کې سراسري امنیت تامین شو، تاجران او پانګوال په پوره ارامي او ډاډ د هیواد په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو دي.
هغوی د اسلامي امارت له مسوولینو څخه وغوښتل چې تاجرانو او پانګوالو ته په بېلابېلو برخو کې د زیاتو اسانتیاوو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي تاجرانو او پانګوالو ته د ښه راغلاست پرمهال د هیواد په ابادۍ او پرمختګ کې د هغوی رول مهم وباله.
د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړه، امنیت د اقتصادي ، سوداګریزو او نورو فعالیتونو زیربنا ده او تاجران او پانګوال په هغه صورت کې چې د تاجرانو او پانګوالو سر او مال خوندي نه وي، په بېلابېلو برخو کې هغوی ته پانګونه سخته وي، اما اسلامي امارت د دې موضوع په درک سره د ټولو هیوادوالو په ځانګړي ډول د تاجرانو امنیت ته لومړیتوب ورکړی او هغوی ته یې لازمې اسانتیاوې په پام کې نیولې دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې د هغوی د وړاندیزونو په اړه وویل، اسلامي امارت به په هغه اړه ځانګړې پاملرنه وکړي.