د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د مختلفو ولایتونو يو شمېر علماوو او متنفذينو سره وکتل.
په پيل کې، هغوی د خپلو ولايتونو د ټولنيز، اقتصادي او امنيتي وضعيت په اړه خبرې وکړې وې ويل، د اسلامي امارت مسؤولين شپه او ورځ خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره هڅه کوي او د دغو ولايتونو خلک د اسلامي امارت مسؤولینو او په ځانګړي ډول مجاهدينو څخه د امنيت تأمين له امله راضي دي.
هغوی ښوونه او روزنه، روغتيا او انکشافي چارې د خلکو اصلي اړتياوې وبللې او د اسلامي امارت مسوولينو څخه يې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په مقابل کې د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت په مختلفو برخو کې خلکو ته خدمت له خپلو اساسي ژمنو څخه بولي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال ښوونې او روزنې، روغتيا او انکشافي چارو ته اشاره وکړه وې ويل، د اسلامي امارت مسؤولين هڅه کوي د امکان تر کچې د خلکو اړتياوې پوره شي.