د ترمینلونو او تیرپارک جوړولو تړونونه، د ټرانسپورټ وزارت او خصوصي شرکتونو مسئولینو ترمنځ، د چهارشنې په ورځ (۱۱ سلواغه ۱۴۰۲) د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال، محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې
لاسلیک شول.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست، محترم ملا حمیدالله اخند زاده، په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو اور سنیو په مرکز کې جوړ شوي کنفرانس کې وویل: د ټرانسپورټ وزارت هڅه کوي چې د یو منظم او ځواب ویونکي ټرانسپورټي سیستم په رامنځته کولو سره، په اقتصادي، سوداګرۍ او ټولنیزه برخه کې هېوادوالو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي، چې په همدې موخه، نن د درې لویو معیاري ټرانسپورټي پروژو تړونونه لاسلیکېږي.
محترم ملا حمیدالله اخند زاده زیاته کړه: د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت، د هرات ولایت، ګذرې ولسوالۍ د ترمینل جوړول، د ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، د فاریاب ولایت د اقینې بندر د تیرپارک جوړول او د څه باندې ۳۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، د کابل نړیوال هوایي ډګر د نوې انتظار خونې او پارکېنګ جوړول؛ په دې پروژو کې شامل دي، چې په نېږدي راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.
د ټرانسپورټ وزارت د سرپرست په وینا، په یادو تړونونو کې د ګذرې ولسوالۍ د ترمینل جوړولو موده دوه کاله، د اقینې بندر د تیرپارک جوړولو موده درې کاله او د کابل هوایي ډګر د انتظار خونې جوړولو موده یو نیم کال ټاکل شوې ده.
دغه راز محترم اخوند زاده وویل: ټرانسپورټ وزارت په روان مالي کال کې له ملي بودجې څخه د هوايي او جاده یي سکټور برخه کې ۴۶ پروژې تر کار لاندې نیولې چې ودانیزې چارې یې ۵۰ سلنه بشپړې شوي دي.