د تخنیکي او مسلکي زده کړو او اوسپنې پټلۍ ادارو، ناروې کمېټې، انافي، ABLO او علامه لوړو زده کړو موسسو د مسئولینو ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیکونه، د یکشنبې په ورځ (۱۵ سلواغه ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال لاسلیک شول.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستیال، محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، چې په دې خبري کنفرانس کې یې د تفاهم لیکونو په اړه معلومات ورکول وویل: نن د اوسپنې پټلۍ ادارې، ناروې کمېټې او درې موسسو سره، د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت، د اوسپنې پټلۍ انسټیټوټ رامنځته کولو ، حرفوي او مسلکي زده کړو، بورسیو، تجهیزاتو او تشبثاتو برخه کې پنځه تفاهم لیکونه لاسلیکوو.
محترم فاضل زیاته کړه، چې له ناروې کمېټې سره د شوي تفاهم لیک له مخې به په بدخشان، غزني او فاریاب ولایتونو کې ۱۵۶۰ تنو ته په بېلابېلو برخو کې د مسلکي او تخنیکي زده کړو زمینه برابره شي. دغه راز انافي موسسه به هم د لاسلیک شوي تفاهم لیک پر بنسټ، په کابل، پروان، بلخ او هرات ولایتونو کې هېوادوالو ته د لنډمهاله تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مرستیال وویل، ABLO یا د افغانانو لپاره د ښه ژوند موسسه په کابل کې ۵۰۰ ځوانانو ته د خیاطۍ، موبایل جوړولو، نلدوانۍ، برق، انګلیسي او کمپوټر برخه کې زده کړې ورکوي. همدارنګه، علامه د لوړو زده کړو موسسه هم د لاسلیک شوي تفاهم لیک له مخې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ۱۵۰ تنه فارغانو او کارکوونکو ته د وړیا بورسیو برابرولو برخه کې همکاري کوي.