د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اهل تشيع يو شمېر علماوو او مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې، په پيل کې محترم حاجي محمد امير باذل د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د ټولنيز وضعيت او انکشافي فعاليتونو په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
محترم باذل وويل، اهل تشيع د اسلامي امارت په اړه مثبت او ښه لیدلوری لري او د مقدس اسلامي نظام هر اړخيز ملاتړ کوي.
نوموړي د اسلامي مسؤولينو څخه وغوښتل ترڅو په ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې د انکشافي پروژو تطبيق ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په مقابل کې، د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، د اسلامي امارت مسؤولين د خلکو خدمت او د هغوی ستونزو ته رسيدګي خپل مسووليت او وياړ بولي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال د ملت او نظام ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او استحکام لپاره د علماوو او مشرانو رول مهم ياد کړ او له هغوی يې وغوښتل ترڅو په دې برخه کې لا ډېره هڅه وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز څرګنده کړه، اسلامي امارت متوازن انکشاف ته ژمن دی او د خپل توان تر کچې په ټول افغانستان کې انکشافي پروژې تطبيقوي.