د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر محترم مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ د افغانستان د تخنیکي پلاوي او د ازبکستان د اوبو د منابعو وزیر محترم شوکت همرایوف په مشرۍ د یاد هیواد د تخنیکي پلاوي مشترکه غونډه په ارګ کې ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د ازبکستان د اوبو د منابعو وزیر شوکت همرایوف د افغانستان د مېلمه پالنې مننه وکړه وې ویل، د افغانستان هر ډول انکشاف او پرمختګ د ازبکستان د حکومت او خلکو د خوشحالۍ لامل ګرځي.
نوموړي وویل، موږ باوري یوو چې افغانستان یو ښه همکار دی، دغه راز د دواړو دوستو هیوادونو ترمنځ لرغونو مشترکاتو ته په پام د قوش تیپې کانال پروژه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یوو.
د ازبکستان د اوبو د منابعو وزیر وویل، هیواد یې د بندونو، کانال جوړولو، کرنې، اوبو لګولو او د اوبو د مدیریت په برخه کې د وسایلو په تولید کې د سیمه په کچه تجربه لري او په دې برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته اماده دی.
وروسته د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر محترم مولوي عطاء الله عمري د ازبکستان د مرستو او همکاریو مننه وکړه وې ویل، افغانستان د داخلي جنګونو له امله ونه توانید چې د ازبکستان په شمول د نورو ګاونډیانو د ګاونډیتوب حق ادا کړي، اما د اسلامي امارت له حاکمیت راوروسته اوس په هیواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی چې د نړۍ ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان ګاونډیانو ته په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ زمینه برابره شوې ده.
نوموړي څرګنده کړه، موږ په بېلابېلو برخو کې ستاسو له تجربو استفاده کوو او د هیواد په ټولو په ځانګړي ډول د برېښنا د تولید، کرنې او د اوبو د مدیریت په څېر نورو برخو کې ستاسې همکاریو ته اړتیا لرو.
د غونډې په پای کې دواړو پلاویو د کرنې، اقتصاد، د اوبو مدیریت او د اوبو زېرمه کولو د سېستم په برخو کې تخنیکي بحثونه وکړل.