د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پوهنې وزارت له لوري د ۱۴۰۳ ښوونیز کال د پیل په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د وینا پرمهال وویل، د ډېرې خوښۍ ځای دی چې له ژمنیو رخصتیو وروسته د نوي ښوونیز کال له پیل سره یو ځل بیا زده کوونکي په مدرسو او ښوونځیو کې خپلو درسونو ته حاضر شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، تېر کال یو میلیون او دوه سوه زره نوي زده کوونکي معارف ته جذب شول او هیله من یم چې سږکال دا شمېر زیات شي. په افغانستان کې زیات شمېر ښوونې او روزنې ته لاسرسی پیدا او په مدرسو او ښوونځیو کې شامل شي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کړه، موږ د یو ملت او اسلامي ټولنې په توګه په لومړي ګام کې اړتیا لرو چې عقاید او اسلامي موضوعات زده کړو او زده کوونکو ته یې ور وښیو او په دویم ګام کې عصري زده کړې وکړو، ځکه په افغانستان کې د عصري علومو د زده کړې ملاتړ کېږي. له عصري علومو، ساینس او معاصرې ټکنالوژۍ سره بلدتیا د هیواد د پرمختګ له اړتیاوو څخه ګڼو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، هغه ملت چې له سواد او زده کړې لیرې وي او علم ونه کړي، تل د نورو محتاج وي، محتاجه او اړمنه ټولنه هیڅ وخت خپلواکۍ ته نه رسېږي، نو اړتیا ده چې معاصرو علومو او ټکنالوژۍ ته لاسرسی ولرو.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د تعلیمي مراتبو په لړ کې د لومړنۍ، منځنۍ او لېسې دورې ارزښت ته په اشارې وویل، دا دوره د لوړو دورو اساس دی، که ماشومان او ځوانان په دې دوره کې سم وروزل شي، په راتلونکو تحصیلي دورو کې هم بریالي وي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په هیواد کې د تحمیلي جنګونو او ناامنۍ کلونه په معارف کې د وروسته پاتې والي له لاملونو څخه وبلل او وې ویل، د جګړې په کلونو کې په ځانګړي ډول په لیرې پرتو سیمو کې ماشومان له ښوونې او روزنې محروم پاتې وو، اما د اسلامي امارت د پوهنې وزارت کوښښ کوي چې ښوونه او روزنه د هیواد ټولو سیمو ته پراخه کړي ، ترڅو ټول ماشومان ښوونې او روزنې ته لاسرسی ولري.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دې په بیانولو سره چې جامع او موثر ښوونیز نصاب او درسي کیفیت د ښوونې او روزنې له مهمو موضوعاتو څخه دي وویل، باید په ښوونیز نصاب کې د ټولنې اړتیاوې لکه عقاید او اسلامي موضوعات، ساینسي او معاصر علوم په پام کې ونیول شي، ترڅو د هیواد د ټولو بچیانو اړتیاوې پوره شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد د اولادونو د ښو زده کړوپه برخه کې د تکړه ښوونکو د ارزښت ترڅنګ وویل، دېته په اشارې چې افغان ملت پر تاسو باور کړی، نو خپل مسوولیت ښه ادا کړئ او د هغوی په روزنه کې کوښښ وکړئ.همدارنګه د پوهنې وزارت مسوولین او کارکوونکي د باکیفیته معارف په برخه کې زیات کار او څارنه وکړي، ترڅو د تېر په څېر د خیالي مدرسو، ښوونځیو او ښوونکو ستونزه بیا په معارف کې تکرار نشي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلې وینا په پای کې وویل، اسلامي امارت د باکیفیته او معیاري ښوونې او روزنې برابرولو ته ژمن دی او په دې برخه کې زیاتې هلې ځلې کوي.