د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د کابل چهاردهي سیمې له یو شمېر مخورو او علماوو سره وکتل.
په دې ناسته کې، یادو قومي مشرانو او علمای کرامو اوسنی امن او ثبات د هیواد د پرمختګ او بیارغونې لپاره ښه بستر وباله او په وینا یې، روان وضعیت د افغانستان ابادۍ او پراختیا ته زمینه برابره کړې ده.
د کابل د چهاردهي سیمې مخورو په چهاردهي سیمه کې د کابل ماسټر پلان مطابق د پراختیایي چارو د پیل غوښتنه وکړه او د لوړو زده کړو لپاره د دارالعلوم او په اساسي ډول د سړکونو جوړولو غوښتنو ترڅنګ يې خپل وړانديزونه هم مطرح کړل.
دوی وويل، د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي او د دې ستونزو د حل په موخه دې اسلامي امارت د شاه توت بند جوړېدو کارونه پيل کړي چې له امله به يې د کابل د نورو سيمو د اوسېدونکو د اوبو ستونزه هم حل شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د کابل چهاردهي سیمې مخورو او علماوو ته ښه راغلاست ووایه او له اسلامي امارت سره د هغوی له دوامداره همکاریو څخه يې مننه وکړه.
د رياست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د ولسونو اړتیاوو ته بشپړه توجه لري او په کابل کې د اوبو کمښت ستونزې حل لپاره هڅې پیل شوې دي.
د رياست الوزرا مرستيال زياته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي له ملي بودجې څخه د کابل د اوبو سرچینو مدیریت او رغونه پيل کړي او په دې برخه کې يې له مرستندویه بنسټونو او همکارو هیوادونو څخه هم د مرستې غوښتنه وکړه.
د دې کتنې په پای کې، محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مشرانو او علمای کرامو ته وويل چې پر وړاندیزونو به يې غور وشي.