د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسئولینو، د سه شنبې په ورځ ( ۷ وری ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، په روان کال کې د حج د سهمیې او لګښتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د دغه وزارت سرپرست، محترم شیخ الحدیث سرمحقق دوکتور مولوي نورمحمد ثاقب، په یاد کنفرانس کې وویل: مونږ هڅه کوو چې ګرانو هېوادوالو ته د حج د سترې دینې فریضې د مناسکو پر ځای کولو برخه کې ښه او غوره خدمتونه وړاندې کړو.
ښاغلي ثاقب زیاته کړه، سعودي عربستان سږکال، افغانستان ته ۳۰ زره د حج سهمیه ورکړې، چې په ټول هېواد کې په شفاف او عادلانه ډول د حج پر متقاضیانو وېشل شوې او تمه ده چې دغه شمېر افغانان به د حج فریضې اداء کولو په موخه، سعودي عربستان ته لاړ شي.
دغه راز، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست څرګنده کړه، چې د عامو خلکو ترڅنګ، د مجاهدینو او امارتي ادارو د کارکوونکو، د شهیدانو او معلولینو د وارثینو او کډوالو لپاره هم سهمیې مشخصې شوي دي.
د ښاغلي ثاقب په وینا، د زونونو په کچه د حاجیانو د ټولېدنې ځایونه ترمیم او سعودي عربستان ته د حج مراسمو کې د ګډون کوونکو کسانو د لېږد رالېږد لپاره، له اریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو سره، قراردادونه لاسلیک شوي دي.
همدرانګه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وویل، چې په مکه معظمه او مدینه منوره کې د حاجیانو لپاره د اوسېدنې ځایونه، درې وخته ډوډۍ او ترانسپورټي اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.
د ښاغلي ثاقب د معلوماتو له مخې، د وزارت مسئولینو له ډېر غور او دقت او د حج د اضافي مصارفو له سپما وروسته، د هر حاجي لپاره د حج سږنی لګښت ۳۸۶۵.۹۸ امریکایي ډالر یا ٢ لکه ٧٧ زره او ٦ افغانۍ ټاکلی او د اهل تشیع حاجیانو لپاره د لګښت کچه ۳۹۱۵.۹۸ امریکایي ډالر یا ٢ لکه ٨٠ زره او ٥٨٩ افغانۍ په پام کې نیول شوې ده.