د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسئولینو، د سه شنبې په ورځ ( ۷ وری ۱۳۰۴) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د شکایتونو اورېدلو قانون د توشیح په اړه، رسنیو سره معلومات شریک کړل.
د یاد وزارت د شکایتونو اورېدلو مرستیال، محترم شېخ سیدعلي صدیق الله، په دغه خبري کنفرانس کې وویل: د شکایتونو اورېدلو قانون د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) د ۹/۲/۱۴۴۴ هـ ق نېټې د ۱۱۳ ګڼې حکم پر بنسټ ترتیب او د نوموړي د ۳۰/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټې د ۴۱۲ ګڼې فرمان په اساس توشیح او د توشیح له نېټې څخه نافذ دی.
ښاغلي صدیق الله زیاته کړه، دغه قانون، چې یوه مقدمه، دوه فصلونه او ۲۳ مادې لري؛ موخه یې د امارتي ادارو له مسئولینو او کارکوونکو څخ، د خلکو شکایتونو ته رسېدنه او د عدالت تامینول دي.
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شکایتونو اورېدلو مرستیال په خبره، د یاد قانون تطبیق به د مظلومو کسانو شکایتونو ته د رسېدنې او د هغوی له حقوقو څخه د دفاع زمینه برابره کړي، چې له امله به یې ولس او حکومت نوره هم سره نېږدې شي.
دغه راز، ښاغلي شېخ صدیق الله وویل، چې د پخوا په پرتله په مرکز او ولایتونو کې د شکایتونو ثبتولو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی. نوموړي د شکایتونو ثبتولو په کچه کې د کموالي لامل؛ دې برخې ته د امارتي مسئولینو جدي پاملرنه په ګوته کړه.
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت، د شکایتونو اورېدو لپاره، څلور شمېرې د هېوادوالو په واک کې ورکړي چې په ۲۴ ساعته ډول فعاله دي، څو هېوادوال وکولی شي چې په اسانه ډول خپل شکایت له دغه وزارت سره ثبت کړي.