د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ناروې سفير پاول کلومن بیکین او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي پاول کلومن بیکین د افغانستان او ناروې اوږدو اړیکو ته په اشارې وویل، دغه هېواد له اسلامي امارت سره ښې او اوږدې اړیکې لري.
ښاغلي سفیر د کندهار وروستۍ پېښه وغندله او د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته يې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل. نوموړي وویل، په افغانستان کې د داعش په ګډون د یو شمېر ډلو په ځپل کېدو سره هغوی پخوانی ځواک له لاسه ورکړی دی.
ښاغلي سفير له پاکستان څخه د افغانانو ایستل د اندېښنې وړ وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې مثبت بدلونونه ولیدل شي.
نوموړي د فساد په مخنیوي، د امنیت په ټېنګښت، د مخدره توکو په له منځه تلو او یو شمېر نورو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او هڅې وستایلې.
هغه وویل، دا چې تر اوسه نړۍ افغانستان په رسمیت نه دی پیژندلی، دا د دواړو په ګټه نه ده او زیاته یې کړه، په دې برخه کې د پرمختګ لپاره لاډېرو هڅو ته اړتیا ده.
د ناروی سفیر زیاته کړه، دوی د اسلامي امارت د مخالفینو ملاتړ نه کوي.ناروې له اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوي چې د اقلیمي بدلون په برخه کې له افغانانو سره مرستې وشي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د ناروې سفير او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د افغانستان اوسنی امنیت د پخوا په پرتله چې ناټو او امریکا هم حضور درلود ښه یاد کړ او ویې ویل، د ځينو لورو لخوا چې کله ناکله د امنیتي پېښو پړه پر اسلامي امارت وراچول کیږي، له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري او غوره به وي چې هېوادونه خپل داخلي مسائل حل او خپل امنیت وساتي.
محترم مولوي عبدالکبیر د ګاونډیو په ګډون له ګڼ شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت د اوسنیو اړیکو د پراختیا یادونه وکړه او وې ویل، اسلامي امارت د ملي ګټو په رڼا کې د متوازن سیاست په لرلو سره له ټولو قدرتونو سره مثبت تعامل غواړي.
محترم سیاسي مرستیال زیاته کړه، دا مهال زرګونه افغان مېرمنې په دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې په کار بوختي دي او همدارنګه په لوړه او ټېټه کچه د خلکو غږ اورېدل کیږي.
محترم مولوي عبدالکبیر د چاپيریال ساتنې په برخه کې د ناروې له هڅو په مننې وویل، افغانستان د اوبو دمدیریت او ځنګلونو د رغاونې په برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري.