د کورنیو چارو وزارت مسئولینو، د پنجشنبې په ورځ (۹ وری ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د ۱۴۰۲ لمریز کال په وروستیو شپږ میاشتو کې د وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه، رسنیو ته معلومات ورکړل.
د مسئولینو په وینا، دغه وزارت د سیمه ییزې حکومتولۍ د پیاوړتیا، د امنیت ټینګښت، جرمونو او نشه یي توکو سره د مبارزې، د امنیتي ځواکونو د روزنې او مسلکي کولو، د تامیناتي او لوژستیکي اړتیاوو د تامین، پلان او پالېسۍ، له ملي پروژو او عام المنفعه تاسیساتو د ساتنې، د اړیکو پیاوړتیا او خدمتونو وړاندکولو برخه کې ښې لاسته راوړنې لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع، په دې خبري کنفرانس کې وویل: د ۱۴۰۲ لمریز کال پر مهال د هېواد په زیاتره ولایتونو کې هېڅ امنیتي پېښه نده رامنځته شوې او هېڅ ډول د امنیت ضد تحرکات ندي لیدل شوي، چې له امنیتي اړخه دا حالت، د وروستیو څو لسیزو په پرتله بې سابقې دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، د ۱۴۰۲ لمریز کال په وروستیو شپږ میاشتو کې د هېواد په کچه ۸۷۴۷ جرمي پېښې ثبت شوي، چې له دې جملې ۷۲۳۳ پېښې کشف او ۱۵۲۵ نورې تر تعقیب لاندې دي. دغه راز ۱۲ زره او ۵۴۰ تنه شکمن د جنایي پېښو او ۱۷۲ تنه د اختطاف د جرمونو په تړاو نیول شوي، ۲۱ تنه اختطاف کوونکي وژل شوي او ۱۸ تنه کسان د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي دي.
ښاغلي قانع وویل: په وروستیو شپږ میاشتو کې ۱۳۲۲ میله وسلې، ۴۲ زره فیره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ، ۲۵۱ کړۍ لاسي بمونه، ۱۸۴ کړۍ ماینونه، ۲۱ مخابرې، ۲۱ دوربینونه او ۳۲۴ ګیلوګرامه چاودېدونکي توکي راټول شوي دي. د دې ترڅنګ؛ په جرمي قضیو کې د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې هم ۳ زره او ۸۷۰ میله سپکې او ۷۱ میله درنې وسلې، ۸۷۵ کړۍ ماینونه، ۶۹۹ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۵۸ زره فیره مرمۍ، ۱۱۷۷ پایې مخابروي وسایل او ۳۳۳ عرادې نقلیه وسایط ترلاسه شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۲ کال د وروستیو شپږ میاشتو په جریان کې ۱۹ زره او ۴۰۰ تن پولیس له تعلیمي مرکزونو فارغ شوي، ۲۴ تنه محصلین په روسیه کې د تحصیلي دورې تر بشپړولو وروسته هېواد ته راستانه شوي، ۱۹۰۶ تنه د پولیسو اکادمۍ په بېلابېلو مقاطعو او ۲۹ زره نور د هېواد په کچه په زده کړو بوخت دي.
دغه راز، قانع څرګنده کړه، چې د وروستیو شپږ میاشتو پر مهال، د هېواد په کچه له نشه یي توکو سره د مبارزې په ۱۵۵۴۹ عملیاتو کې ۵۶۶۳ تنه شکمن کسان نیول شوي او ۱۷۸ ټنه نشه یي توکي ترلاسه شوي دي. همدارنګه د نشه یي توکو د تولید ۳۷۷ کارخونې کشف او له منځه تللي او ۱۹ زره روږدي کسان د درملنې په موخه روغتیایي مرکزونو ته معرفي شوي دي.
د وروستیو شپږ میاشتو پر مهال، په ورځ کې له ۶ زره څخه ۱۰ زره ټوکه ته د پاسپورټ د وېش لوړول او متقاضیانو ته د ۸۳۷ زره پاسپورټونو وېش؛ د پاسپورټ د وېش برخه کې د وزارت له لاسته راوړنو څخه دي.