د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د قرآن عظيم الشان خطي نسخې د نمايش په مراسمو کې چې د قرانکريم د نزول په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري جوړ شوي وو، ګډون او وينا وکړه.
د رياست الوزرا اداري مرستيال په دې مراسمو کې وويل، ملي ارشيف د افغانستان د تاريخي اثارو او اسنادو يوه مهمه خزانه او ذخیره ده چې له هغې ډلې د قرانکريم هغه نسخه هم پکې موجوده ده، چې د مسلمانانو د دريم خليفه حضرت عثمان رضي الله تعالی عنه د خلافت پر مهال د حضرت علي کرم الله وجه له لوري ليکل شوې چې دا د افغانستان د مسلمان او شريف امت لپاره لوی وياړ دی.
همداراز په ملي ارشيف کې د حافظ ديوان، د رحمان بابا ديوان، د بېدل کليات او د امير الکلام امير علي شېر نوايي مثنوي، تاريخي مجلې، ګڼ فرمانونه چې د تاريخ په مختلفو دورو کې د افغانستان د حاکمانو له لوري ليکل شوي يا صادر شوي دي موجود دي، نو له همدې امله ملي ارشيف واقعا د افغانستان د تاريخي اثارو يوه ارزښتناکه خزانه ده.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زياته کړه: زموږ مکلفيت دا دی چې د خپلو تاریخي اثارو ساتنه او د قاچاق او لمنځه تللو مخنيوی يې وکړو، ترڅو د افغانستان راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي چې هغوی ترې صحيح استفاده وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال په دې برخه کې د رسنيو رول ته اشاره وکړه وې ويل، د افغانستان د رسنيو رول هم مهم دی، ترڅو په ملي ارشيف کې موجود اثار افغان ملت ته ورسوي او په ځانګړي ډول د هيواد ځوان قشر پرې خبر شي، چې هغوی د دغو اثارو په ساتنه او ترې صحيح استفاده کې خپل رول ولوبوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز څرګنده کړه، اسلامي امارت د افغانستان د تاريخي اثارو ساتنې ته ژمن دی او هڅه کوي په سمه او صحيح توګه يې ساتنه وشي او له علمي مرکزونو، پوهنتونونو او څېړونکو څخه يې هم وغوښتل له هغو څخه استفاده وکړي او راتلونکو نسلونو ته يې ولېږدوي.