د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازې مرستیال ښاغلي اندریکا راتوت سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی اندریکا راتوت له افغانانو په ځانګړي ډول د هرات زلزله ځپلو او له بېلابېلو هیوادونو څخه راستنو شویو کډوالو ته د بشري مرستو د وېش په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د همکاریو د مننې ترڅنګ د سراسري امنیت، د نشه یي توکو د قاچاق، سوداګرۍ او استمال او د اداري فساد د مخنیوي هرکلی وکړ.
د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال وویل، له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې به ادامه ولري او د افغانستان اسلامي امارت مسوولینو څخه یې وغوښتل چې مستحقو افغانانو ته د دې مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.
محترم آندریکا څرګنده کړه، د ګاونډیو هیوادونو له لوري په زور د کډوالو اېستل د کډوالۍ د بین المللي قوانینو خلاف دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له افغانانو سره د بین المللي ټولنې د همکاریو قدرداني وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، له ګاونډیو هیوادونو څخه په زور د افغان کډوالو رااېستلو پروسه د ټولو نورمونو خلاف ترسره کېږي او د اسلامي امارت مسوولین مستحقینو ته د بشري مرستو رسولو پروسه کې له بین المللي سازمانونو او مرسته کوونکو سازمانونو سره همکار دي.