د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په بهرنیو چارو وزارت کې د روژه ماتي مېلمستیا کې په افغانستان کې د بېلابېلو هیوادونو سفیرانو او استازو ته وینا وکړه.
په دې مراسمو کې لومړی د ریاست الوزرا اداري مرستیال د بېلابېلو هیوادونو د سفارتونو مسوولینو، استازو، ډیپلوماتانو او د یوناما مسوولینو ته د ښه راغلاست او د هغوی د راتګ د قدردانۍ ترڅنګ وویل، اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره د متقابل تعامل او درناوي په اساس د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، اسلامي امارت په غزه کې د صهیونیستانو بې رحمانه بریدونه او د فسلطین ملت عام وژنه په ټوله مانا غندي او په غزه کې د ټولو بشري او بین المللي اصولو خلاف دغه ترسره کېدونکي بریدونه ټول بین المللي نظم او قوانین تر پوښتنې لاندې راولي.
د ریاست الوزرا مرستیال څرګنده کړه، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی، د نشه یي توکو کښت، قاچاق، سوداګري او استعمال منع شوی، اداري فساد له منځه تللی او د مطبوعاتو فعالیت جریان لري. معتادین راټول شوي او په دې وروستیو کې له یو میلیون زیات افغان کډوال چې له ګاونډیو هیوادونو څخه په زور رااېستل شوي وو، په ښه توګه مدیریت شوي دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، اسلامي امارت د سیمې او له سیمې ور اخوا ټولو هیوادونو څخه غواړي چې نورو هیوادونو ته د ځوانانو د مهاجرتونو د مخنیوي، د نشه یي توکو د ختمېدو او په افغانستان کې د ثبات د تضمین لپاره د افغان ترانس، هرات – بولدک، چاه بهار بندر، لاجورد لارې، واخان کوریډور او ټاپي لویو پراختیایي پروژو د تطبیق لپاره پانګونه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، په افغانستان کې امنیت نه یوازې د دې هیواد د اوسېدونکو لپاره مهم دی، بلکې د سیمې او له سیمې ور اخوا د ټولو هیوادونو په ګټه دی، له همدې امله په افغانستان کې د ثبات د ادامې لپاره په بېلابېلو برخو کې پانګونه اړین کار دی او د کاسا زر پروژې د عملي کېدو لپاره یې د نړیوال بانک د اقدام مننه وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي له بېلابېلو هیوادونو څخه د افغانانو په زور اېستلو منفي اغېزو ته په اشارې وویل، په دې برخه کې باید جدي پاملرنه وشي. دا کار دوه اړخیزه اړیکو او د ګاونډیتوب موضوع کې مرسته نه کوي او همدارنګه یې څرګنده کړه، د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او غواړي چې افغانستان یو اقتصاد محوره هیواد وي او د هیڅ هیواد په داخلي چارو کې مداخله نه کوي او غواړي چې نور هیوادونه هم د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله ونه کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په ایران، روسیې او پاکستان کې د شویو بریدونو په غندلو سره او په هغه کې د چینایي وګړو وژل کېدو ته په اشارې وویل، موږ دغه بریدونه چې د عامو خلکو د وژنې لامل کېږي غندو.