د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا ولایت مرستیال والي محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت او د بغلان ولایت یو شمېر علماوو او متنفذینو سره وکتل.
په دې کتنه کې، لومړی محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت او محترم شیخ عبدالقادر بغلاني د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
د پکتیکا ولایت مرستیال د یاد ولایت د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت او همداراز د ځایي ادارو د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل.
محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت زیاته کړه، پکتیکا کې د اسلامي امارت مسوولین شپه او ورځ خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او امنیت تأمین لپاره هلې ځلې کوي.
د یاد ولایت مرستیال همداراز په دې ولایت کې ښوونې او روزنې، روغتیا، برېښنا رسولو او د انکشافي پروژو پلي کولو ته د اسلامي امارت د مسوولینو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په مقابل کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا ولایت مرستیال والي او د بغلان ولایت علماوو او متنفذینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په مختلفو برخو کې خلکو ته خدمت د اسلامي امارت دنده وبلله وې ویل، د مختلفو کچو مسوولین د خلکو د امنیت ټینګښت، هوساینې او ارامۍ لپاره خپله ټوله هڅه کوي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې په مختلفو برخو کې د خلکو ستونزې نښه او حل کړي.