د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر محترم مولوي بدرالدین سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې محترم مولوي بدرالدین په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت د کړنو او برنامو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
محترم مولوي بدرالدین د دې په بیانولو سره چې د دواړو هیوادونو اړیکې په لوړه سطحه کې قرار لري وویل، په ابوظبۍ کې د افغانستان سفارت هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې دواړو مسلمانو هیوادونو ترمنځ اړیکې پراختیا ومومي.
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر څرګنده کړه، دا چې په کوربه هیواد کې زموږ زیات شمېر وطنوال شته او قونسلي خدماتو ته اړتیا لري، له همدې امله د سفارت قونسلي څانګه په دې هکله فعاله او رغنده کار کوي، همداراز په بېلابېلو برخو کې د وطنوالو ستونزې ارزوي او د حل په اړه یې اقدام کوي.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، افغانستان او متحده عربي امارت د دوه مسلمانو او دوست هیوادونو په توګه په بېلابېلو برخو کې پیاوړي او تاریخي روابط لري او اسلامي امارت د دغو روابطو لازیاته پراختیا غواړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول متحده عربي اماراتو سره د نېکو او حسنه اړیکو غوښتونکی دی.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اسلامي امارت پالیسۍ ته په پام په ابوظبۍ کې دې د افغانستان سفارت په کوربه هیواد کې د افغانستان د استازي په توګه هڅه وکړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ روابط د مخکې په پرتله لازیاته پراختیا ومومي، دغه راز دې په متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغانانو ته په ښه توګه خدمات وړاندې کړي.