د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د مومندو له یو شمېر قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.
په دې ناسته کې راغلو قومي مشرانو وویل، اسلامي نظام د هر افغان غوښتنه وه، نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی او دغه نظام چې ولسونو ته کوم حقونه ورکوي او غږ یې اوري، هېڅ نظام نه وو ورکړي.
همدا راز یادو قومي مشرانو له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ تازه او د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. دوی په خپلو سیمو کې د مدرسو او ښوونځيو د ودانیو، د روغتیايي مرکزونو او استنادي دېوالونو د جوړولو او د نیمګړو پروژو د بشپړولو غوښتنه هم وکړه.
وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، اسلامي نظام د ټولو افغانانو په شریکه قربانۍ راغلی او د ولسونو شریک نظام دی.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت هیڅکله د حق په مقابل کې د قوم، ژبې او سمت طرفداري نه کوي او ټولو افغانانو ته د خپلو حقوقو د تامین طرفدار دی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، افغان ولسونه لکه څرنګه چې په تېر شل کلن جهاد کې د اشغالګرو پر وړاندې سره متحد ولاړ وو، نن باید د فتنه ګرو پر وړاندې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او د نظام مخالفینو ته د فعالیت اجازه ورنکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړ وې ویل، د مومند ولسونو د ستونزو د حل لپاره به اړونده ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي.