د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې له رئیسې ډاکټرې حنان حسن بلخي او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد او د ریاست الوزراء لوړ مقام د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع هم حضور درلود، په پیل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، په افغانستان کې د اسلامي امارت تر حاکمیت راوروسته په بېلابېلو له هغې ډلې د نشه یي توکو د کر، تولید او قاچاق، د معتادینو د راټولولو او درملنې، د اداري فساد محوه کولو او په هیواد کې د سرتاسري امنیت د تأمین په برخو کې زیات پرمختګونه شوي دي.
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت استازي ته په روغتیا نړیوال سازمان کې د څوکۍ سپارلو، د اجرائیوي بورډ په جلسو او د مدیترانې سیمې د رهبرۍ په غونډو کې د افغانستان د غړیتوب اعاده کولو ترڅنګ د بدیل معیشت په برخه کې له افغان کروندګرو څخه د بین المللي سازمانونو د ملاتړ غوښتنه وکړه وې ویل، په دې وروستیو کې زموږ زیات شمېر هیوادوال وروستیو شدیدو سېلابونو سخت زیانمن کړي، هیله لرم په دې برخه کې نړیوال سازمانونه لازمه همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، د افغانستان اسلامي امارت له یو میلیون څخه د زیاتو افغان مهاجرینو اجباري اخراجول په درست ډول مدیریت کړل، پدې برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان له همکاریو او مرستو هم مننه کوو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي دېته په اشارې چې د پولیو یا ګوزڼ لمنځه وړل د اسلامي امارت له لومړیتونو څخه دي، موږ د پولیو د تشخیص لابراتوارونو د فعالولو او واکسین د تأمین، د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د مجهز مرکز د ایجاد او د هیواد په لېرې پرتو سیمو کې د روغتیایي کلینیکونو د جوړولو، د کوچنیانو د سؤتغذې د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ، د څښاک پاکو اوبو برابرولو، د لابراتوارونو فعالولو، د متخصصینو روزنې او په طبي وسایلو د روغتونونو او کلینکونو د سنبالولو په برخو کې د روغتیا نړیوال سازمان همکاري غواړو.
وروسته د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې رئیسې ډاکټرې حنان حسن بلخي وویل، د روغتیا مسئله د روغتیا نړیوال سازمان پر وړاندې غېرسیاسي ده او د دې سازمان په لومړیتوبونو کې قرار لري.
اغلې حنان حسن بلخي په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې یادې کړې وې ویل، هیله لرم په صحي او تعلیمي برخو کې افغانانو ته غوره شرایط برابر شي، ځکه په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د روغتیا په برخه کې افغانان د غوره خدمتونو د لاسرسي وړ دي.
نوموړې څرګنده کړه، د روغتیا نړیوال سازمان له نورو بین المللي ارګانونو او اروپایي ټولنې سره په ګډه یوه درې کلنه پروژه لري چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د روغتیایي مرکزونو ایجادول پکې شامل دي.
ډاکټرې حنان حسن بلخي، پولیو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت له هڅو په مننې ویل، له دې ناروغۍ سره د مبارزې بهترینه لار ټولو افغانانو ته د واکسین تطبیق دی. نوموړې زیاته کړه، افغان کروندګرو ته د بدیل معیشت برابرولو مسئله به د روغتیا نړیوال سازمان او نورو اړوندو ارګانونو سره شریکه کړي.