د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د کابل ولایت د پغمان ولسوال، یوشمېر قومي مشرانو او علمای کرامو سره ولیدل.
په دې ناسته کې د پغمان ولسوال ملاحمدالله حیدر او خلیفه صاحب شیخ محمد شفیق د نورو په استازولۍ د خبرو پرمهال وویل، په هېواد کې د اسلامي نظام په واکمنۍ خوښ او ورسره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
هغوی زیاته کړه، د سراسري امنیت تامین او د اسلامي امارت له حاکمیت سره پغمان ولسوالۍ ته د ګرځندویانو ورتګ زیات شوی او خلک خوشاله دي. همدارنګه یې د پغمان د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د پغمان ولسوال او یادو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د پغمان مجاهدینو د دواړو یرغلونو خلاف ښه مبارزه کړې ده.
نوموړي وویل، اسلامي امارت ټولو افغانانو ته د ارام او سوکاله ژوند غوښتونکی دی او د پغمان ولسوالۍ د اوسېدونکو د ستونزو د حل لپاره به اړونده ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.