د افعانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندان محترم ملا رحمت الله محمد اکا سره وکتل.
په پیل کې محترم ملا رحمت الله محمد اکا د بلخ ولایت د امنیتي وضعیت او د یادې قول اردو د مجاهدینو د کړنو په اړه د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور وړاندې کړ.
نوموړي وویل، د دې قول اردو مجاهدین له لوړې روحیې او مورال څخه برخمن دي او د اسلامي امارت د رهبري او مشرانو د لارښوونو پرځای کولو ته تیار دي.
د الفتح قول اردو قومندان زیاته کړه، د ۲۰۹ الفتح قول اردو مجاهدین د خلکو د دفاع او امنیت لپاره هلې ځلې کوي، هیچا او هیڅ ډلې ته د خلکو د امنیت او د ټولنې د نظم د اخلال اجازه نه ورکوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د مجاهدینو د کوښښونو او سرښندنو قدرداني وکړه او وې ویل، امنیت د هرې ټولنې د پرمختګ اساس دی او هیڅ ټولنه د امنیت له احساس پرته هوساینې او پرمختګ ته نه رسېږي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، که نن زموږ هیواد او خلک له بشپړ استقلال او امنیت څخه برخمن دي، دا د مجاهدینو د سرښندنو او قربانیو پایله او د اسلامي امارت د مسوولینو او خلکو د خوښۍ سرچینه ده.