د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د افغاني سرې میاشتې ټولنې لخوا د ملي ټولنو نړیوال غورځنګ په مناسبت د (بشریت ژوندي ساتل) تر سرلیک لاندې جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې غونډه کې د کابینې یوشمېر غړو، د سرې میاشتې ټولنې رهبري، په کابل کې د سره صلیب او یوشمېر نورو ادارو مسؤلینو او رضاکارو ګډون کړی وو.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په دې مراسمو کې وویل، نن د (بشریت ژوندي ساتل) تر عنوان لاندې دا غونډه له دې امله مهمه ده، چې د افغانستان او فلسطین په ګډون په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د سرې میاشتې او سره صلیب فعالیتونو ته په میلونونو خلک اړتیاوې لري، د دوی د فعالیتونو له امله د میلونونو خلکو ژوند ژغورل شوی او دا بهیر لا روان دی.
نوموړي وویل، سره صلیب او سرې میاشتې په سختو حالاتو کې د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره کار کړی او زیاته یې کړه، اسلامي امارت په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې هڅو ته د قدر په سترګه ګوري او په افغانستان کې یې د رضاکارانه فعالیتونو او خدمت مننه کوي.
هغه زیاته کړه، که څه هم د اسلامي امارت په راتګ سره د جګړې ټغر ټول شوی او سراسري امنیت تامین دي؛ خو لا هم میلونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، په تېرو څه کم درې کالو کې د اقتصادي ثبات په موخه، د افغانستان په مختلفو برخو کې اساسي پروژې عملي شوي او یا د عملي کېدو په حال کې دي.
هغه همدا راز وویل، اسلامي امارت په سیمه کې له اقتصادي فرصتونو څخه د استفادې سیاست غوره کړی او دا مهال د سیمې له هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري لري.
د نوموړي په خبره، اسلامي امارت د متقابل احترام په رعایتولو سره له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او بهرنی سیاست یې له نړیوالو سره پر ښو اړیکو او همکاریو ولاړ دی.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل: زموږ پر بانکي سیستم د محدودیتونو وضع کېدل، د بهرنیو مرستو کمښت او اقتصادي ننګونې وضعیت پیچلی کوي او د اسلامي امارت فعالیتونه محدودوي، اړتیا ده چې پر بانکي سیستم محدودیت پایته ورسېږي.
نوموړي، په لرو پرتو سیمو کې د مرستو رسولو او نورو خیریه او بنسټیزو چارو ترسره کول مهم وبلل او هیله یې وښوده، چې نړیوالې ادارې په دې برخه کې کار وکړي.