د افعانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ماسپښین د طوطي سبز شرکت رئیس انجنیر برهان الدین او د دې شرکت یو شمېر همکارانو او د سافټویرونو انجنیرانو سره وکتل.
په پیل کې د طوطي سبز شرکت رئیس محترم انجنیر برهان الدین د دغه شرکت له لوري د جوړو شویو سافټویرونو د برنامې په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
نوموړي زیاته کړه، په هیواد کې په بېلابېلو په ځانګړي ډول د سافټویرونو په برخه کې ښه ظرفیتونه موجود دي او هغوی ته د زمینې برابرولو په صورت کې به هیوادوالو او د حکومت الکترونیکي سیستم ته ښه خدمتونه برابر کړي.
همدارنګه نوموړي د بانکدارۍ او انلاین پېر او پلور په برخو کې د دې شرکت له لوري د جوړو شویو سافټویرونو یادونه او له دې سافټویرونو څخه ګټه اخیستنې ته د زمینې برابرېدو غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه خوښي څرګنده کړه او وې ویل، اسلامي امارت له ټولو امکاناتو سره د الکترونیکي حکومتولۍ د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې له خوندي سافټویرونو څخه د استفادې لپاره هلې ځلې کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو د لاسته راوړنو او کړنو په ستاینې وویل، اسلامي امارت د دغه ډول کړنو د پراختیا او د ځوانانو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه خپلې هڅې نه درېغوي.