د نوري فايبر خدمتونو پروژې او د شبکو او ټولنیزو خدمتونو اړوندو نورو چارو د تطبیق پر وړاندې د خنډونو لمنځه وړلو په موخه د ټاکل شوي پلاوي غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد پلاوي د محترمو غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې، په پيل کې د هيواد په کچه د زېربنايي پروژو د اغېزناک تطبيق په موخه د همغږۍ ميکانيزم وارزول شو.
وروسته، د هيواد په ځانګړي ډول د کابل ښار په کچه د نوري فايبر خدمتونو او اوبو رسولو شبکو پراختيا، انټرنېټي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي، په غوره ډول د څښاک اوبو چارو تنظيم او د زېربنايي پروژو د تطبيق پر مهال د سړکونو او عام المنفعه تأسیساتو د ويجاړولو مخنيوي په موخه د اړوندو ادارو ترمنځ په لازمې همغږۍ بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول.