د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ترکیې هیواد د یاردم خیریه بنسټ استازي محترم محمد عبید کوشکر او د گینچ افق خیریه بنسټ استازي محترم علی شینل سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی هغوی په افغانستان کې د امنیت په تامین او د ښو اقتصادي فرصتونو په برابرېدو خوښي څرګنده کړه.
هغوی په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل او وې ویل، د دې بنسټونو له لوري په افغانستان کې مهاجرینو، زلزله ځپلو او د وروستیو سېلابونو زیانمنو شویو ته مرستندویه بستې وېشل شوې دي.
د یادو خیریه بنسټونو استازو له افغانانو سره د ترکیې د ملت او دولت د مرستو د ادامې ډاډ ورکړ او وې ویل، د لوی اختر په ورځو کې به د یادو خیریه بنسټونو له لوري مستحقینو ته قرباني هم ووېشل شي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د ترکیې دولت او خلکو د انسان دوستانه مرستو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، افغانستان او ترکیه په دیني، تاریخي او فرهنګي برخو کې د زیاتو مشترکاتو په لرلو سره د دوه وروڼو هیوادونو په توګه تل ښې او حسنه اړیکې لرلې دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ترکیې هیواد د خیریه بنسټونو د فعالیتونو د هرکلي ترڅنګ وویل، اسلامي امارت به په دې برخه کې هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.