د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل عربي دارالعلوم مسؤلينو او استادانو سره وکتل.
په دې کتنه کې په پيل کې، محترم مفتي حمدالله نعماني د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د دغه دارالعلوم د کړنو، فعاليتونو او برنامو په اړه يې د رياست الوزراء اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
محترم مفتي حمدالله نعماني زياته کړه: د اسلامي هيواد په توګه په افغانستان کې شاګردان اړتيا لري، چې د ديني علومو ترڅنګ له عصري علومو سره هم بلدتيا ولري او د اسلامي امارت مسؤلينو څخه يې وغوښتل، چې دې برخې او همداراز د ښوونې او روزنې د کیفیت ښه والي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل عربي دارالعلوم مسؤلينو او استادانو سره په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ ښوونه او روزنه د يوې ټولنې د پرمختګ، اړتيا او پراختيا بنسټ او اساس وباله.
نوموړي څرګنده کړه، په مدارسو، ښوونځيو او دارالعلومو کې علماء او استادان د هيواد د ماشومانو د روزنې مهمه دنده پر غاړه لري او په دې لاره کې بايد هڅه وکړي، ترڅو شاګردان په اسلامي او وطن دوستۍ روحيه وروزي.