د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولايت يو شمېر علماوو او مسؤلينو سره وکتل.
په پيل کې هغوی د جوزجان ولايت د ټولنيز، امنيتي او اداري وضعيت په اړه د رياست الوزراء اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
هغوی وويل، د دې ولايت مسؤلين او مجاهدين خپله ټوله هڅه کوي، ترڅو په مختلفو برخو کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي، چې خلک په امنيت او ارامۍ کې خپلو ورځنيو چارو ته رسيدګي وکړي.
يادو علماوو او مسؤلينو همداراز په جوزجان ولايت کې د ښوونې او روزنې، روغتيا او انکشافي چارو پر موضوعاتو خبرې وکړې او د اسلامي امارت مسؤلينو څخه يې دغو برخو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د اسلامي امارت د مسؤلينو دروازې د ټولو خلکو پر مخ پرانيستې دي او مسؤلين د نظرياتو او وړانديزونو هرکلي کوي او هڅه کوي نظرياتو او وړانديزونو ته په پام او همداراز موجودو امکاناتو ته په کتو، هغو ته رسيدګي وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي، د افغانستان په ټولو سيمو کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي، ترڅو ټول خلک په عادلانه ډول له عامه خدمتونو څخه برخمن شي.