د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په جلا ناستو کې له ګڼ شمېر قومي مشرانو او ځينو حکومتي مسؤولینو سره وکتل.
په پیل کې له بېلابېلو ولایتونو راغلو قومي مشرانو او علماوو د خپلو سیمو د سیمه ییزې حکومتولۍ او پراختیايي چارو په اړه نظرونه او وړاندېزونه د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
هغوی دغه راز د افغانستان اړوند سیمه ییزو او نړیوالو موضوعاتو په هکله د اسلامي امارت له دريځ او سیاست څخه په ملاتړ وویل، د افغان حکومت روښانه او واحد نظر د ملي ګټو لپاره ګټور دی.
همدارنګه یادو علمای کرامو او مخورو له حکومتي ادارو سره د ولس د همکارۍ د پراختیا په موخه هم خپل وړاندیزونه شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مشرانو او علماوو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د اسلامي امارت سیاستونه د ملي ګټو او افغان ولس د غوښتنو پر اساس غوره او پلي کېږي.
محترم سیاسي مرستیال د باثباته او پرمختللي نظام د رامنځته کېدو په برخه کې د افغان ولس همکاري اړینه وبلله او زیاته یې کړه، افغان حکومت د خلکو سلا مشورو ته په درنه سترګه ګوري.
همدارنګه په دغو ناستو کې محترم سیاسي مرستیال حکومتي مسوولینو ته د اړوندو ادارو د چارو د ښه ترسره کېدو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.