د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د هېواد له یو شمېر قومي مشرانو، علماوو او د بېلابېلو ادارو مسوولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې قومي مشرانو او علماوو په دې خوښي وښوده، چې اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته د ټولو افغانانو پر وړاندې دروازې پرانستې ساتلي او ټول افغانان کولای شي چې مسوولینو ته خپلې غوښتنې ورسوي.
دوی همدا راز د اسلامي نظام د پرمختګونو او له شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل او له اسلامي امارت سره یې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.
همدارنګه راغلو مسوولینو د خپلو اړوندو ادارو د فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل د اسلامي امارت ټول مسوولین خپلو مسوولیتونو ته متوجه دي او هیچاته به د اسلامي نظام پر خلاف د حرکت اجازه ور نه کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، اسلامي امارت د ټولو وطندوسته شخصیتونو طرحو او مشورو ته ارزښت ورکوي. هغه بلنه ورکړه، چې ټول سیاسي شخصیتونه او هېوادوال دې خپل هېواد ته راستانه شي. ټول افغانان د هېواد په ابادۍ کې مسوول دي او باید ټول خپل مسوولیت ادا کړي.