د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني او د استخباراتو عمومي رئیس محترم مولوي عبدالحق وثیق سره وکتل.
په دې کتنه کې، د افغانستان او سیمې د وضعیت ارزولو او بحث ترڅنګ، محترم خلیفه سراج الدین حقاني او ښاغلي مولوي عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته خپل وروستی سفر او د هغه هیواد له چارواکو سره لیدنې د دواړو هیوادونو د اړیکو پراختیا لپاره مهمې یادې کړې.
هغوی وویل، ګڼ شمېر نور هیوادونه هم له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا ته لېوالتیا لري.
هغوی همدارنګه د تلپاتي امنیت تأمین لپاره د خپلو هڅو یادونه وکړه او وې ویل، د امنیتي ادارو ترمنځ ښه همغږي او جامع امنیتي پلان خلکو ته د ډاډمن امنیت زمینه برابره کړې ده.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د نړۍ له ټولو هیوادونو سره پر ښه او مثبت تعامل د ټېنګار تر څنګ وویل، د هر اړخيزې سياسي پاليسۍ په رڼا کې اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره د تعامل او اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
نوموړي وویل، د مثبت تعامل په نتيجه کې له نړۍ سره د اسلامي امارت اړيکې په پراخېدو دي او دا د اسلامي نظام سياسي پرمختګ ښيي.
د ليدنې په پای کې، د رياست الوزراء محترم سیاسي مرستیال هغوی ته د اړوندو موضوعاتو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.