د افغانستان اسلامي امارت له افغان شخصیتونو سره د ارتباط او هیواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون له لوري، څو تنو پخوانیو پوځيانو او مسؤلینو ته چې له امریکا، اروپا او یو شمېر نورو هیوادونو څخه راستانه شوي، د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول.
په راستنو شويو کسانو کې د مجاهدینو حکومت د اوبو او برېښنا وزیر انجینر سید محمد ایوب هم شامل و او نوموړي د اسلامي امارت لخوا په بهر کې مېشتو افغانانو ته بېرته هیواد ته د راستنېدو زمينې په برابرېدو خوښي وښوده او وې ويل، افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسيون په همکارۍ په پوره ډاډ بېرته هيواد ته ستون شوی دی.
دغو پخوانیو پوځیانو او مسؤلینو د امنیت ټینګښت او د جګړو پای ته رسېدل د تاریخ بېساری ګام ياد کړ او زیاته یې کړه، اسلامي نظام سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
له افغان شخصیتونو سره د ارتباط او هیواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د دارالانشا رئیس مولوي ذاکر راستنو شويو کسانو ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه، اسلامي امارت د راستنو شويو شخصيتونو ټولو حقونو ته ژمن دی او هيچاته اجازه نه ورکوي چې له پخوانیو پوځيانو یا مسؤلینو سره ناسم چلند وکړي.