د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې د کابل والي او ښاروال او د اسلامي امارت يو شمېر مسؤلينو هم حضور درلود، له قلعه زمان خان سړک څخه تر کابل – جلال اباد لويې لارې او د قلعه شانان سړک پل سره تر نښلولو پورې د قلعه شانان سړک، له محبس څلورلارې تر سليم کاروان پورې د سړک او د کابل ښار تر حلقوي سړک پورې د ملالۍ څلورلارې د جنوبي سړک جوړولو عملي چارو پرانيسته وکړه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، قلعه شانان سړک له قلعه زمان خان سړک څخه د کابل – جلال اباد له لويې لارې سره نښلول کېږي چې اوږدوالی يې دوه زره او يو سل او درې متره او عرض يې دېرش متره دی، چې چارې به يې د ۹۸ ميليون افغانيو په لګښت په يوه کال کې بشپړې شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، په دې ساحه کې به شپېته متره اوږد او له اتلسو مترو څخه زيات عرض لرونکی د قلعه شانان سړک پول هم د ۹۵ ميليون افغانيو په ارزښت جوړ شي، چې پکې به يو ابي کانال هم وي او دا به په حقیقت کې د هيواد د ابادۍ يوه لویه پروژه وي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، د کابل ښار دولسمې ناحيې سړک به له محبس څلورلارې څخه تر سليم کاروان پورې د دوه زره او نهو مترو په اوږدوالي او له دېرشو مترو څخه د زيات عرض په لرلو سره د ۱۰۸ ميليون افغانيو په ارزښت د کابل ښاروالۍ د انجنيرانو او منسوبينو له لوري په پاخه او اساسي ډول په يوه کال کې جوړ شي.
ورپسې محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښار په شلمې او دويمې ناحيې کې واقع حلقوي سړک پورې د ملالۍ څلورلارې سويلي سړک د پرانيستې پر مهال وويل: دا د کابل ښاروالۍ څلورمه پروژه ده چې اوږدوالی يې يو زر او درې سوه او پنځه ويشت متره او عرض يې پنځه څلوېښت متره دی او څه باندې ۸۸ ميليونه افغانۍ لګښت به پرې وشي او دغه پروژه به هم د يو کال په جريان کې بشپړه شي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال ديته په اشارې چې دغه پروژې به د ۳۹۰ ميليون افغانيو په مجموعي لګښت جوړې شي وويل، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د کابل ښار د يادو ناحيو د اوسېدونکو ډېرې ترانسپورټي ستونزې رفع شي.
نوموړي همداراز وويل، اسلامي امارت هوډمن دی چې د ټولو انکشافي پروژو چارې بشپړې کړي او له دې اړخه د هيوادوالو ستونزې حل کړي.