د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په جلا ناستو کې د خوست ولایت د منګلو قوم او د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې له یو شمېر مشرانو سره وکتل.
په پیل کې د منګلو قومي مشرانو په هېواد کې له لویو پروژو څخه په ملاتړ وویل، د امن په راتګ سره د افغانستان په هر ګوټ کې پراختیايي چارو ته زمینه برابره شوې او په دې برخه کې ولسونه د حکومت د هڅو هر کلی او ملاتړ کوي.
دغو قومي مخورو د افغانستان رغاونه د ملت او حکومت ګډ مسوولیت یاد کړ او وې ویل، دوی له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي. د منګلو قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د یو لړ ستونزو د حل او لومړنیو خدماتو ته د لاسرسي په موخه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته وړاندېزونه وکړل.
همدارنګه د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې مخورو او عالمانو په یاده سیمه کې د استوګنیزو ښارګوټو د ستونزو د حل او خدماتو ته د لاسرسي په اړه د وړاندېز کولو پر مهال وویل، د خلکو پر مخ د حکومتي بنسټونو د دروازو خلاصون د ستونزو د حل او د حکومت او ملت د همکارۍ سبب شوی دی.
د ریاست الوزراء سياسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، حکومتي مسوولیت امتیاز نه، بلکې د خلکو د خدمت کولو آدرس دی او اسلامي امارت د خپلو کورنیو عوایدو پر مټ لويې پروژې پيل کړې او دا لړۍ به دوام ولري.
محترم سیاسي مرستیال، د هېواد په رغاونه کې له حکومت څخه د ولس ملاتړ مهم وباله او زیاته یې کړه، اړونده ادارې به د شویو وړاندېزونو په هکله لاس پکار شي او یادو مشرانو ته یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.