د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت جنرال کونسل محترم مولوي سيد عبدالجبار سره وکتل.
په دې کتنه کې، په پيل کې محترم مولوي عبدالجبار په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت د کونسلګرۍ د وضعيت، فعاليتونو او برنامو په اړه د رياست الوزراء اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
محترم مولوي عبدالجبار وويل: دا چې زموږ ګڼ شمېر هیوادوال په کوربه هيواد کې مېشت دي او کونسلي خدمتونو ته اړتيا لري؛ په همدې اساس په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت د کونسلګرۍ پرسونل په دې برخه کې فعالانه عمل کوي او په مختلفو برخو کې زموږ د هيوادوالو ستونزې ارزوي او د حل لپاره يې اقدام کوي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت جنرال کونسل ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، افغانستان او پاکستان د دوو مسلمانو ګاونډيو هيوادونو په توګه په مختلفو برخو کې تاريخي او فرهنګي اړيکي لري او اسلامي امارت د دغو اړيکو د لا زياتې پراختيا غوښتونکی دی.
د رياست الوزراء اداري مرستيال څرګنده کړه، په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت د کونسلګرۍ مسؤلين دې هڅه وکړي له کوربه هيواد سره کونسلي اړيکي پياوړې کړي او همداراز په پاکستان کې مېشتو هيوادوالو ته په مختلفو برخو کې خدمتونه په غوره توګه ترسره کړي.