جمعه, جون 2, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس : موږ ته د امارت له ګټو د ولس ګټې مهمې دي

رئیس عمومی دفتر ریاست الوزرا: برای ما منافع مردم مهمتر از منافع امارت است
0
SHARES
0
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع مخکې د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې د رئیس حاجي محمدنادر قرغه یي په مشرۍ د دې خونې له یو شمېر استازو سره کتنه کې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندېزونه واورېدل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د ریاست الوزراء مقام د دفترو لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم مولوي ګلزار احمد حقاني راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ دغه راز لیده کاته ګټور وبلل او زیاته یې کړه، هټیوال او کسبګر باید د افغانستان د هوساینې او ښېرازۍ لپاره خپلې چارې په پوره صداقت او امانتدارۍ سره ترسره کړي.

نوموړي د افغانستان له کسبګرو او هټیوالو وغوښتل چې په سوداګرۍ او راکړه ورکړه کې د پوره اخلاص ترڅنګ اسلامي اصول په پام کې ونیسي او له هر ډول درغلۍ ډډه وکړي.

وروسته د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې رئیس حاجي محمدنادر قرغه یي، د کابل د کسبګرو او هټیوالو خونې رئیس انجنیر صدیق الله قریشي او د ارزان قیمت ساحې د موټر پلورونکو ټولنې رئیس حاجي بریالي طوطاخېل د نورو په استازیتوب په بېلابېلو برخو کې د کسبګرو او هټیوالو د کړنو او لاسته راوړنو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې  کړل.

دوی دغه راز د موازي ټولنو او انجمنونو د مدغمولو، اضافي مالیې ورکولو په موخه د دویمي جوازونو د لغوه کولو، د کرایې په مناسبت د باقیدارۍ مودې غځولو، کسبګرو او هټیوالو ته د ورکړل شویو دولتي ځایونو د کرایې نه لوړولو په ګډون په یو شمېر نورو برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس سره شریک کړل.

یادو ویناوالو زیاته کړه، په داسې حال کې چې د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونه د پخواني کسبګرو ملي اتحادیې چارې مخته وړي، نو هیله لرو د افغانستان اسلامي امارت ذیدخل ارګانونه دې د کسبګرو ملي اتحادیې قانوني صلاحیتونه د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې ته تفویض کړي.

وروسته د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو مننه وکړه چې د هیواد د ښېرازۍ، ځان بسیاینې او هیوادوالو د هوساینې لپاره کار کوي.

هغه زیاته کړه، خوښ یم چې نن موږ او تاسې د ولس د ستونزو د حل لپاره راټول شوي یوو او په ګډه به د اسلامي نظام د بقا او د هیوادوالو د هوساینې لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوو. اسلامي امارت ټولو ته د امنیت د تامین ډاډ درکوي او له تاسې غواړي چې د خپل وطن د هوساینې لپاره نهایي کوشش وکړئ.

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع څرګنده کړه، ستاسې هلې ځلې ستایم، کیدای شي ځینو برخو کې ستونزې موجودی وي، خو د افغانستان اسلامي امارت د چارو د سمون په خاطر ځینې هغه ادارې چې کاري ارزښت یې نه درلود لغوه کړي دي، د ستونزو د حل او خالیګاو د ډکولو په موخه یې کمېسیونونه جوړ کړي دي، خو دغه چاره لږ څه وخت اخلي.

هغه زیاته کړه، موږ د افغانستان او افغان ولس د بهبود او هوساینې لپاره خپل نهایي کوشش کوو، موږ ته د امارت له ګټو د ولس ګټې مهمې دي، تر جزوي خبرو به تېریږو او د افغانستان د ښېرازۍ لپاره به په ګډه هلې ځلې کوو.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، تاسې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له موږ سره شریکوئ، موږ به خپله نهایي هڅه کوو چې ستاسې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه چې د شریعت مقدس مطابق دي، د حل په موخه له اړوندو مراجعو سره شریک کړو.#

Previous Post

اروپايي ټولنه له افغانستان سره په روغتیایي برخه کې ۱۶ میلیون یورو مرسته کوي

Next Post

د کډوالو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

Next Post
از روز جهانی مهاجرت تجلیل به عمل آمد

د کډوالو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.