چهارشنبه, فبروري 1, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د افغان او ایراني سوداګرو له ګډ پلاوي سره وکتل

0
SHARES
1
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د افغان او ایراني سوداګرو له ګډ پلاوي سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.

د دې کتنې په پیل کې ایراني سوداګرو په خپلو خبرو کې وویل، غواړي په افغانستان کې د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ابتدايي پانګه، پانګونه وکړي او ګڼې تولیدي فابریکې فعالې کړي.

یادو سوداګرو زیاته کړه، د وخت په تېرېدو به دوی د خپلې پانګې کچه نوره هم لوړه او ګڼو افغانانو ته به د کار زمینه برابره کړي. دوی څرګنده کړه، په تېر نظام کې یې هم په افغانستان کې کار او فعالیت پیل کړی و، خو د فساد او د دولت د نه همکارۍ له کبله یې خپل کارونه ودرول.

ایراني سوداګرو زیاته کړه، غواړي له افغان سوداګرو سره په ګډه یو ستر شرکت جوړ او په افغانستان کې د کانونو او صنعت په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. دوی د افغانستان اسلامي امارت څخه په دې اړه هر اړخیزه همکاري وغوښته.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له دوی په مننې وویل، اسلامي امارت د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو هرکلی کوي او هر ډول اسانتیاوې ورته برابروي.

محترم مولوي عبدالکبیر په ټینګار سره وویل، ټول پانګوال په افغانستان کې له کومې وېرې او اندېښنې پرته پانګونه کولی شي او د افغانستان اسلامي امارت یې د هر ډول امنیت تضمین کوي.

په پای کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغان او ایراني سوداګرو ګډ پلاوي ته په خطاب کې د دوی د کارونو د ښه پرمختګ او پراختیا په موخه اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې ډاډ هم ورکړ.#

Previous Post

په ایران کې په څلور اړخیزه غونډه کې د افغان کډوالو اړتیاوې مطرح شوې

Next Post

ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د تېرې ادارې د ولسي جرګې له یو شمېر وکیلانو سره ولیدل

Next Post

ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د تېرې ادارې د ولسي جرګې له یو شمېر وکیلانو سره ولیدل

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.