چهارشنبه, فبروري 1, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د کډوالو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

از روز جهانی مهاجرت تجلیل به عمل آمد
0
SHARES
2
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا د کډوالو نړیواله ورځ، د یوې خبري ناستې پر مهال د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې ولمانځل شوه.

په دې ناسته کې د کډوالو او رستنېدونو چارو وزارت د رهبري پلاوي تر څنګ، د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال، د اسلامي امارت چارواکو، د IMO، UNHCR او کورنیو او بهرنیو همکارو موسسو استازیو هم ګډون کړی وو.

په پیل کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست، محترم الحاج خلیل الرحمن حقاني د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، وویل: اسلامي امارت ټولو تعهداتو ته ژمن دی او هڅه کوي چې د کډوالو ستونزو ته په ښه ډول رسېدنه وکړي. ښاغلي حقاني له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې کډوالو ته د ښوونې روزنې، سرپنا، روغتیا او پاکو اوبو ته د لاسرسي برخه کې له دغه وزارت سره مرسته وکړي.

ورپسې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رییس، محترم مفتي انعام الله سمنګاني لخوا د کډوالو نړیوالو ورځې په تړاو د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء پیغام ولوستل شو.

وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالسلام حنفي وینا وکړه وې ویل: د اسلامي امارت په واکمنېدو سره امنیتي ستونزې په کلي ډول حل شوي دي او زه په ټولو کډوالو غږ کوم چې خپل هېواد ته راستانه او په عزت سره ژوند وکړي.

ښاغلي حنفي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې خپل اخلاقي مسوولیت ادا کړي او هېواد ته د کډوالو د راستنولو او هغوي ته د تعلیمي، روغتیایي، استوګنې او کارموندې زمینې برابرولو برخه کې له اسلامي امارت سره مرسته او همکاري وکړي.

دغه راز د افغانستان لپاره د IOM او UNHCR مرستیالانو هم ویناوې وکړې وې ویل، مونږ کډوالو ته د اسانتیا برابرولو او د هغوی د ستونزو حلولو برخه کې خپلو همکاریو ته ژمن یو.

همدارنګه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال، محترم الحاج محمد ارسلا خروټي په دې ناسته کې وویل، اوسمهال شاوخوا ۷ میلیونه افغانان په بهرنیو هېوادونو او او شاوخوا ۳ میلیونه نور یې د هېواد په دننه کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي.

نوموړي زیاته کړه، د کډوالو چارو وزارت په ټول توان هڅه کوي چې هېواد ته په خپله خوښه د کډوالو راستنېدو لړۍ چټکه او د هغوی ټولو ستونزو ته په ښه ډول رسېدنه وکړي.

Previous Post

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس : موږ ته د امارت له ګټو د ولس ګټې مهمې دي

Next Post

په ننګرهار کې څه باندې ۸۰۰ ښځو ته حرفوي زده کړې ورکړل شوې

Next Post
برای بیش از ۸۰۰ زن در ننگرهار زمینه آموزش‌های مسلکی فراهم شده است

په ننګرهار کې څه باندې ۸۰۰ ښځو ته حرفوي زده کړې ورکړل شوې

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.