د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د سرپل ولایت ځانګړې غونډه چې د هغه ولایت والي او مرستیال، امنیه قومندان، د استخباراتو رئیس، ښاروال او د بېلابېلو ادارو نورو رئیسانو او استازو په کې حضور درلود، په سرپل ولایت کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې لومړی د سرپل ولایت مرستیال ښاغلي داملا نادر حقجو محترم حنفي او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه.
ورپسې محترم حنفي ولایتي مسوولینو ته د سرپل خلکو ته د ښو خدماتو برابرولو، د چارو ښه تنظیم، د امرینود پیروي او د ټولو امارتي ادارو تر منځ د همغږۍ لارښوونه وکړه او د امیرالمومنین حفظه الله او د رئیس الوزرا محترم مقام پیغامونه او لارښوونې هغوی ته وړاندې کړې.
همدارنګه د غونډې په جریان کې د سرپل ولایت مسوولینو په بېلابېلو برخو کې خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره شریکې کړې.#