د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د تېرې ادارې د ولسي جرګې له یو شمېر وکیلانو سره په خپل دفتر سپیدار ماڼۍ کې ولیدل.
په دې لیدنه کې راغلو وکیلانو په هېواد کې د روان سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه خپلې تجربې، مشورې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
دوی زیاته کړه، افغانستان خپل کور ګڼي، اسلامي نظام خپل مشروع نظام بولي او هر ډول مرستې ته یې چمتو دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د دوی له مشورو په مننې وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول د دې هېواد په اړه بېلابېل مکلفیتونه او وجائب لري.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د افغانستان اسلامي امارت د ټولو افغان شخصیتونو او کدرونو احترام کوي او هېواد ته په راستنېدلو یې خوښېږي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه چې هېواد ته د افغان شخصیتونو او کدرونو راتګ ورځ تر بلې ډېرېږي او اسلامي امارت هم د کدرونو ښې مشورې اوري او له تجربو یې ګټه اخلي.#