د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې څه باندې ۸۰۰ مېرمنې په حرفوي زده کړو بوختې دي.
د چارواكو په وينا، یادو ښځو ته د خياطۍ، ګلدوزۍ، د ستنې كار او د بوټو جوړول په برخه کې حرفوي زده کړې ورکړل شوي دي.
د دوی په خبره، دا چاره د یو شمېر خیریه بنسټونو له خوا برابره شوې ده.
له بلې خوا هغه ښځې چې له مسلکي زده کړو برخمنې دي خوښ دي او له دولت او خیریه موسسو غواړي چې دغه لړۍ پراخه کړي.
د يادونې وړ ده، چې د کار او ټولنيزو چارو رياست تر چتر لاندې په دغه ولايت کې نه يوازې مېرمنو ته د مسلکي زده کړو زمينه برابره شوې، بلکې ګڼ شمېر نارينه وو ته هم مسلکي زده کړې ورکړل شوې دي.