چهارشنبه, فبروري 1, 2023
No Result
View All Result
GMIC
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
No Result
View All Result
GMIC
No Result
View All Result

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ټولنې غړو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ټولنې غړو سره ولیدل
0
SHARES
4
VIEWS
Share on WhatsappShare on Twitter

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د قاضي ګل الرحمن په مشرۍ د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ټولنې رهبري پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې، د یادې ټولنې مشرتابه په افغانستان کې د واقعي اسلامي نظام ټینګښت د افغانانو غوښتنه یاده کړه وې ویل، د اسلامي نظام د استحکام او ثبات لپاره اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

هغوی وویل، دوی په سختو شرایطو کې د افغانستان د باسواده کېدو او د هېواد د پرمختګ لپاره د لوړو زدکړو په برخه کې پانګونه کړې ده.

د دې ټولنې راغلي پلاوي په هېواد کې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانېستو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې يې خپل وړانديزونه او مشورې شريکې کړې زياته يې کړه، له پوځي او سیاسي بریا وروسته اړتیا ده اوس په اقتصادي او علمي برخو کې هم افغانستان واقعي خلپواکۍ او ځان بسياينې ته ورسېږي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له دوی څخه په مننې وویل، افغانستان او اسلامي امارت د ټولو افغانان شریک کور دی او هر افغان پکې د نظر او مشورې ورکولو حق لري.

نوموړي وویل، اسلامي امارت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی، خو هڅه کوي رامنځته شوی ځنډ ژر له منځه ولاړ شي.

مولوي صاحب عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې زياته کړه، افغانستان په بېلابېلو برخو کې متعهدو او ژمنو کادرونو ته اړتیا لري او ډاډ یې ورکړ چې پر نظرياتو او مشورو به يې غور وشي.#

Previous Post

د مالي جرایمو معافیت، د صنعت او تجارت ملاتړ تر عنوان لاندې غونډه ترسره شوه

Next Post

د قلعه نو ښاروال سره د ریاست الوزراء اداري مرستيال کتنه

Next Post
د قلعه نو ښاروال سره د ریاست الوزراء اداري مرستيال کتنه

د قلعه نو ښاروال سره د ریاست الوزراء اداري مرستيال کتنه

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
  • منابع

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.

  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • د مرکز تاریخچه
    • عمده دندې
    • د رئیس پیغام
    • ویاندویان
    • رسنۍ
    • موږ سره اړیکه
  • منابع
    • خبرونه
    • ویډیوګانې
  • English
  • دری

© 2022 gmic.gov.af - Government Media and Information Center (GMIC) - - Powered By Naikbeen.